تاند- د خیبرپښتونخوا د مرکز پېښور ښار په قصه خوانۍ کې زورورې چاودنې لږترلږه ۸ تنه ووژل او تر۴۲ زیات نور ژوبل کړل.

د طالبانو تحریک په دې چاودنه کې لاس لرل رد کړل.

له راپورونو سره سم چاودنه د پېښور ښار د قصه خوانۍ بازار شاته د شیعه مېشته رساله دار کوڅې په یوه هوټل کې شوې ده.

د دې چاودنې په اثر۳ دوکانونه یو مخ ویجاړ شوي دي.

د پېښې ټپیان د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته وړل شوي دي.

په اروګارډي کې چاودنې ۵ تنه ووژل

د پاکستان د سند صوبې مرکز کراچۍ ته نژدې د شالیمار په اورګاډي کې چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې ۱۰ دبې چپه شوې او د پنځو تنو د وژءل کېدو ترڅنګ ګڼ نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *