تاند- د  امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان پر روانو حالاتو د غور لپاره د خپل ملي امنیت له سلاکارانو سره وکتل، خو د سپینې ماڼۍ په وینا له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه یې پرېکړه ونه کړه.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييس جې کارني پرون /سې شنبه/ ناوخته خبریالانو ته وویل:«ولسمشر لا هم له خپلو پوځي چارواکو، همداراز استخباراتي ادارو، دیپلوماتانو او د پراختیايي چارو له کارپوهانو سره سلامشورو ته دوام ورکوي او تراوسه پوري له ۲۰۱۴ وروسته د پوځیانو د حضور په اړه پرېکړه نه ده کړې.»

له اوباما سره په غونډه کې د ده مرستیال جوبایډن، د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، دفاع وزیر چک هېګل، لوی درستیز جنرال مارتین ډیمپسې او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ ګډون کړی وو.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ريیس وویل، دا د ولسمشر لپاره یو موهم فرصت و چې په خپله په مستقیم ډول د جګړې د میدان د قومندان او نورو چارواکو خبرې واوري.

ده له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه وویل:«دا مسله دوو هدفونو ته رالنډه کړای شوې ده چې یو یې د افغان امنیتي ځواکونو روزل دي او بله تروریستي ضد عملیات خو دا د افغانستان د حکومت له لوري د امنیتي موافقې له لاسلیکولو سره تړلې ده چې موږ تېر کال پرې ښې خبرې وکړې خو دا مسله لا حل شوې نه ده.»

جې کارني همداراز وویل چې افغانستان ته لازمه ده چې څومره چې ژر کېدای شي له امریکا سره دوه اړه خیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *