د امریکا ولسمشر اوباما په خپله اوږده وینا کې خپل ولس ته وویل چې له ایران سره د امریکې ډيپلوماټيکې خبرې د امریکې ملي امنیت د خوندیتوب لپاره ګټورې دي.

ایران ته موقع ورکول او بندیزونه ورباندې راکمول د امریکې په ځانګړي توګه د اوباما یوه لویه تېروتنه ده که چېرته پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه سخت نه شي په  ګانده کې به هم  د نړۍ لپاره او هم دسیمې لپاره به یو لوی سرخوږی وي، د ایران دنظام بنسټ په متعصبو اخوندانو ولاړ دی او رهبري یې هم د همدغو انسان ضد او بشرضدو اخوندانو په لاس کې ده، ایران ته موقع ورکول به ډېرې بدې پایلې ولري او دا به دامریکې نه جبران کیدونکې تېر وتنه وي ایران همدا اوس له افغانستان پرته په عراق او داسې نورو هېوادنوکې لاسوهنه کوي او دخپلو شومو مخو لپاره یې په ډېرو هېوادنوکې اوبه همدا اوس هم خړې کړي دي.

ایران همدا اوس په ډېرو هېوا دونو کې مذهبي او ژبني  تعصب ته لمن وهي ایران همدا اوس له ترهګرو سره پوره پوره مرسته کوي په ایران کې یو دیکتاتور نظام واکمن دې د ایرن ولس یې یرغمل کړی دی غږ پورته کولو ته یې نه پریږدي دایران له اخوندانو څخه په خپله د ایران ولس تر پوزې راغلی دی.

په سوریه کې همدا اوس په ښکاره ډول ایران لاسوهنه کوي او خپله وسلواله ډله لري همدارنګ په سعودي عربستان کې یې هم خپل نفوذ اوج ته رسولی دی همدارنګ ایران غواړي چې په ټوله نړۍ کې خپل نفوذ زیات کړي د افغانستان په چارو کې خو بیخي داسې په څرګند ډول مداخله کوي ته به وايي چې خپل ایران یې دی څوڅو ځلې او په ښکار ډول د ایرن د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز مسعود جزایري له افغانانو څخه غوښتنه وکړه چې د امریکايي ځواکونو پروړاندې را پورته شي په افغانستان کې د ایران لاسوهنې بیخي اوس ښکاره مسله ده ایران له امریکې سره د مخامخ جګړې توان نه لري نو پرهمدې اساس یې غوښتل افغانان د امریکې پرضد جګړې ته وهڅوي افغانستان به یې  دامریکې لخوا اشغال شوی هېواد باله ایران خپله هیڅ موقع چې په لاس ورغلې ده له لاسه یې نه ده  ورکړې.

له امریکې سره چې دافغانستان د تړون خبره مطرح شوه پرته له دې چې افغان ولس او افغان دولت یې په اړه تصمیم ونیسي ایران یې په وړاندې پرو پاګنډې پيل کړې کله چې د امنیتي تړون لپاره د جرګې خبره مطرح شوه هلته یې هم کوښښ وکړ چې خپلوګوډاګیانو له خوا د افغانانو اذهان ورخراب کړی کله چې د امینتي تړون په هکله جرګې په غوڅ اکثریت سره پریکړه وکړه ا وځينې شرایط یې وړاندې کړل چې په دې شرایطو دې امنیتي تړون لاس لیک شي بیا چې د افغان ولسمشر او دامریکا ولسمشر اوباما اړیکې یوڅه خرابې شوې نو ایران ورته نوکان جنګول، او په خپلو رسنیوکې یې ورته تبلیغات شروع کړل د ایران پرته له ځانه بل هیڅوک نه خوښیږي چې په امن کې ژوند وکړي.

ایران او پاکستان دواړه دمارانو خوی لري ددې هېوادنو دوستي هم دښمني وي او دښمني یې هم دښمني زه په ډاډ سره ویلی شم که افغانستان دایسرایلو ګاونډی وی نو دومره به نه وی کړیدلی ورنه لکه له دې ایران او پاکستان څخه چې نن افغانان او افغانستان ښه ورځ نه لري.

ایران غواړي چې په ټوله نړۍ کې ځان د اسلامي هېوادنو سرخېل جوړ کړي نو پرهمدې اساس یې په هرهېواد کې خپل استخبارت خواره کړي دي.

دګډ کولتور او فعالیت ترنامه لاندې زموږ ملي ټرمنالوژي او کولتور له منځه وړي او د خپل کولتور او د ټرمنالوژي د منلو هڅه  کوي.

موږ په نړيواله ټولنه غږ کو چې دایرن په هکله باید جدي فکر وکړي ترڅو ددوی له شره هم سیمه او هم نړۍ او هم افغانستان وژغورل شي په ایران باندې باید اقتصادي بندیزونه زیات شي ترڅو له ځواکه ولویږي چې ځان ته یې فکرشي.

د لوی افغانستان اونيزې سرليکنه

One thought on “ایران د سیمې او نړۍ لپاره سرخوږی دی”
  1. «مسئولان قونسلگری ایران در هرات میگویند: باید ملحوظات ایران در پیمان امنیتی میان افغانستان و ایالات متحده امریکا رعایت شود. مگر تاکنون دولت افغانستان در مورد سخنان این مقام ایرانی چیزی نگفته است و نه هم توقع آن میرود که در این مورد چیزی گفته شود. دولتمردان افغان همواره در مورد مداخلات ایران و پاکستان مهر سکوت برلب گذاشته اند.»
    آقای محمود افخمی، سرقونسل (جنرال قونسل) ایران در ولایت هرات افغانستان باید پای خود را مطابق صلاحیت و وظیفه رسمی که برایشان سپرده شده است ، دراز کند. شما مسوول امور قونسلی هستید که اغلبا کارهای اداری و قونسلی و تجاری را بعهده دارید نه کارهای سیاسی را. برای پیش برد روابط سیاسی و دیپلوماتیک نماینده رسمی شما در کابل پایتخت افغانستان مستقل حضور دارد. شما مطابق کنوانسیون سال 1969 ویانا باید عمل کنید نه مطابق کنوانسون 1961 ویانا. لطفا مواظب صحبت های خود باشید. دولت افغانستان و مردم افغانستان خوب میدانند که چی کنند و چی نکنند، شما در هر بخش مداخله بیجا میکنید ، هر جامعه و مردم از خود فرهنګ جدا دارد. فرهنګ کشورهای افریقایی با کشور فرانسه با وجود انکه همزبون شده اند یکی نیست. فرهنګ امریکا با فرهنک انګلستان یکی نیست. ما فرهنګ جدا و شما فرهنګ جدا دارید. اګر دین ما مشترک است مذاهب ما از هم فرق دارد. سیاست ما هم جدا و متفاوت است. افغانها در امور داخلی کشورهای همسایه مداخله نمی کنند و انقلاب اسلامی را صادر نمی کنند . هیچوقت ما شعار نه شرق و نه غرب بلکه ما در ایران جمهوری اسلامی میخواهیم ، سر نداده ایم. کتب و اصطلاحات خود ساخت را مجانی صادر نمی کنیم. ما احترام متقابل و حقوق برادران مسلمان کشورهای همسایه را خوب میدانیم. امید است دیګر نصیحت نکنید.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *