د پوليسو دنده په ټولنه کې له خورا اهميت څخه برخه منه ده، د دوی دنده د ټولنې د وګړو له انفرادي ژوندانه سره ډير نيږدې تړاو لري.

د پوليسو اساسی او عمومي مسوليتونه د ټولنې ثبات، امنيت،د ټولو وګړو د ژوند، مال، عزت، ناموس ساتنه او د قوانينو پلي کول يا تنفیذ دی.

دوی له قانون ماتونکو مجرمينو سره مبارزه کوي او دوی د قانون منګولو ته سپاري او بل لور ته خلکو ته د ژوند په موخه امنيت تامينوي، پورته کړو وړو ته په کتو سره ويلای شو چې د پوليسو دنده پوره سپيڅلې ده خو د ټولنې وګړي هم له دوی څخه ځينې غوښتنې لري او بايد  پوليسو له ځانګړي استعداد او ظرفيت څخه برخه من وي.

اړوندو ادارو ته په کار دي چې د پوليسو په ګمارنه کې پوره دقت وکړي او داسې کسان غوره کړي چې په شرايطو پوره وي او لاندې خصوصيات پکې وي:

مسلمان، وطن دوست، له اصيلي کورنۍ سره تړاو،فزيکي او جسماني سالميت،ذکاوت،فراست،باحوصله،نيک سلوکه، او د خلکو د خدمت ليوالتيا ولري.

دې ټکو ته په کتو سره په پرمختللو او متمدنو هيوادونو کې د پوليسو لپاره اخلاقي ضابطه، مقرره(Cod of police Ethics) لري چې په لاندو ټکو باندې ترکيز کوي:

۱ـ د پوليسو د شخصيت تکوين يا جوړښت.

۲ـ له خلکو سره د اړيکو څرنګوالی او د دوی د اعتماد را جلبول.

۳ـ اسلامي ، ملي او عنعنوي ارزښتونو ته درناوی.

۴ـ دندې ته احترام.

اروپا، امريکې او اسټراليا ډير وخت کيږي چې د پوليسو لپاره يي دغه ډول اخلاقي مقررې تدوين کړي دي  چې انګلستان هيواد ددغو مقررو مخکښ دی چې د دې مقررې غټ ټکي په لاندې ډول سره دي:

v     بشريت ته خدمت.

v     د خلکو د سر او مال ساتنه.

v     د ظالم په مقابل کې له مظلوم څخه دفاع.

v     د ګواښ پر وړاندې دريدل.

v     د اساسي قانون پلي کول.

v     د خلکو مساوي حقونو ته درناوی.

v     يو پولیس بايد خپل ژوند له عيب پرته پاک وساتي او په ټولو برخو کې بايد بيلګه وي.

v     له خطر، ګواښ يا مسخرو سره د مخ کيدو په صورت کې بايد زړور او صبر لرونکی وي.

v     ځان بايد کابو کړي او د خلکو د آرامي په فکر کې وي.

v     له خپلو همکارانو سره د ورور په توګه پاتې کيدل او له دوی سره له خوښۍ ډک چال چلند کول.

v     له لوړرتبه افسرانو متابعت او خپلې ادارې ته د ښه نيت لرل.

v     په ټولو کړو وړو کې يي بايد شرافت وي او هم  د خپل هيواد ټولو قوانينو او مقرراتو ته ژمن وي.

v     بايد اسرارساتونکی وي او د خلکو راز پټ وساتي، يوازې هغه راز به نه ساتي چې په دنده پورې تړلی وي.

v     هيڅکله به به فضولانه مداخله نکوي.

v     له جنايت کونکو سره به کله هم جوړجاړی نکوي او په پوره بې رحمي سره به يي څاري.

v     پرته له دې چې وډار شي په ډير سم ډول له زور پرته به قانون پلی کوي او بډې به کله هم نه اخلي.

v     پوليس بايد خپله دنده وپيژني او دا دنده پر ځان يو ډول ټوليز باور وبولي.

دا ډول اخلاق زموږ په دين او فرهنګ کې کومه نوې خبره نه ده، خو اصل کې د پولیسو لپاره تدوين شوي اخلاقي ضوابط نشته دي، خو اسلامي تعليمات بیا يو ډول ټوليز يا همه ګير دي چې هرڅه پکې شامل دي.

په اسلام کې پوليسي نظام ته  ځغلنده کتنه:

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کې د پوليسو منظم نظام نه وو، خو په صحيح بخاري کې راغلي دي چې قيس بن سعد د خدای پيغمبر ته د پوليسو حيثيت درلود.

د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه په وخت کې د پوليسو د نظام پيل و، خلکو به د شپې منظمې ګزمې کولې  څو د خلکو له وضعيت خبر شي او شکمن خلک به يي تر خپل څارنې لاندې نيول.

دغه نظام د امويانو او عباسيانو د واکمنۍ پر مهال پوره وده وکړه ،پوليسو ته ځانګړی يونيفورم جوړ شو ، سپي و روزل شول او دې ورته ځينې نور پرمختګونه هم وشول.

راځو خپلې اصلي موضوع ته چې د پوليسو اخلاق دي.

اخلاق يوه عربي کليمه ده چې له خلق، خوی، عادت، مزاج او مروت څخه اخيستل شوې، په اصطلاح کې اخلاق هغو انساني صفاتو ته وايي چې له خلکو سره په معامله کې پرې د ښو او بدو اطلاق کيږي.

ټولنپوهان اخلاق په دوو برخو ويشي:

۱ـ طبيعي اخلاق: لکه مزاج، خوی

۲ـ کسبي اخلاق: هغه دي چې تغير منونکي دي او د ښونې او روزنې په ترڅ کې زده کيږي، لکه  خدای تعالی پيغمبر فرمايي:((انما بعثت لأتمم مکارم الاخلاق….الحديث))ژباړه: زه د خدای له لوري را ليږل شوی يم ترڅو خلکو ته ښه اخلاق بشپړکړم.

نظم او دسپلين:

زموږ په دين کې هر يو عمل د يو ځانګړي نظم او دسپلين په شتون کې د معين وخت په پام کې نيولو سره ترسره کيږي، او هيڅ يو شرعي عمل د نظم او رعايت په پام کې نه نيولو په صورت کې د منلو وړ نه دی ولو که عبادت، سياست او يا هم زعامت وي.

۲ـ مديريتي وړتيا يا په بل عبارت امانت داري.

حضرت يوسف عليه سلام د مصر د اقتصاد وزارت د څوکۍ د نيول کيدو په اړه وايي:(( اني حفيظ عليم …. الايه)) يانې زه د دې دندې لپاره هم پوهه لرم او هم امانتداري.

يا هم د حضرت شعيب عليه سلام او موسی علیه سلام کيسه چې په قرآن کې راځي، د شيعب عليه سلام يوې لور  وويل: ای پلاره دغه استخدام کړه، ځکه چې غوره کس دی د دې دندې لپاره يو لوري ته پياوړی دی او بل لوري ته هم امانتدار دی يعني دا سړی حضرت موسی وګمارل شي.

يو مدبر او قوي مدير هغه څوک دی چې د خپل ماموريت((Mission(( وپيژني او د معينو اهدافو لاس ته راوړلو ته لازم قوت بسيج کړي او ياد کس باید په يو وخت کې زړه سواندی، امين او مبتکر وي، چې دې خبرو ته په کتو سره وړتيا لازم او ملزوم کار دی.

که چیرته د سترو امپراطورانو د حکومتونو د سقوط علتونه وڅيړو دوه برخې خلک د دې حکومتونو د نسکوريدو لامل کيږي يو ناپاک او ککړ مديران او بل هم پاک خو غیرمدبر مديران.

وايي يو وخت حضرت ابوذرغفاري له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې نوموړی په يو کار وګماري. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته وفرماييل:ای ابوذره په حقيقت کې دا يو امانت دی په ښه سرته نه رسولو کې به دې د قيامت په ورځ پيښمانه او رسوا کړي. چې دلته هم د خدای د پيغمبر موخه امانتداري او د کاري ځواک پياوړتيا وه.

الله تعالی فرمايي:((ان الله يأمرکم ان تودو الامانات الی اهلها…………..الايه)) الله تعالی تاسو ته حکم کوي چې امانتونه خپلو خاوندانو ته ورسوی.

تحمل پذيري عفو او ګذشت:

د دې لپاره چې ټولنه مختله نشي او خلک په امنيت کې ژوند وکړي الله تعالی د بخښنې او تيريدو امر کړی دی او خلک يي هم بخښنې ته رابللي دي(( والکاظمين الغیظ والعافین عن الناس والله یحب المحسنين……………آل عمران)) پرهیزګار هغه کسان دي چې خپله غصه کابو کوي او خلک بخښي او الله تعالی هم هغه چې نيک کارونه کوي خوښوي.

له فساد څخه مخنيوی:

((ولاتفسدوافی الارض بعد اصلاحها………….الاعراف.

په ځکمه کې تر سمون وروسته فساد او تباهي مه کوی.

د خيانت موانع:

۱ـ مخلص او با انضباطه پوليس او قاضي.

۲ـ قانونمند نظام او له توپير پرته د قانون پلي کول.

۳ـ د قانون د مجريانو کلک اعتقاد او عملکرد.

د قانون پر مجريانو د عامو خلکو باور ډير مهم دی، ترڅو يو لوري ته قانون په عادلانه ډول سره پلی شي، او بل لوري ته د تبعيض مخنه ونيول شي.

 ((اعدالو هو اقرب للتقوا…………..المائده))عدالت خپله دنده وګرځوۍ ځکه چې تاسوپرهیزګاري ته نيږدې کوي. چې په دې برخه کې وجدان تر ټولو ښه محکمه بللای شو.

د مظلومانو له حقونو څخه دفاع:

پيغمبرصلی الله عليه وسلم فرمايي:(( انصر اخاک ظالما او مظلوما…………الحديث)) خپل ورور مو که ظالم وي د ظلم مخه يي ونيسۍ او که مظلوم وي له ظالمانو څخه يي وژغورۍ.

الله تعالی فرمايي:(( ومالکم لاتقاتلون فی سبیل الله والمستضعفين من الرجال والنسا والوالدان…………..النسأ)) تاسو ولې جګړه نکوۍ د دفاع د هغو کسانو لپاره چې سړي،ښځې،ماشومان په ظلم کې دي.

پورته ټول اخلاقي کړه وړه د نړۍ د ټولو متمدنوهيوادونو د پوليسو اخلاقي ضابطه يا ))code of police ethic)) دی چې د امنيتي ادارو له لوري جوړ شوی دی.

برني مسايل چې تر ډيره د پوليسو په مسلکي کړو وړو پورې تړلي  دي زموږ په ديني کړو وړو کې يي دومره ډير مثالونه شته دي چې ساری يي نشته.

برنيو نړۍ والو نورمونو او اسلامي کړو وړو ته په کتو سره ښايي چې افغان پوليس په اسلامي، ملي اخلاقو مزين وي څو خلک د دوی په ليدلو سره د امنيت احساس وکړي ان تر دې چې پوليس بايد په مدني خدمتونو کې ونډه واخلي او بوخت شي.

په داسې اخلاقو سمبالښت د وطن  او د خلکو د دفاع بشپړه انګيزه او باور پيدا کوي، ځکه د پوليسو په قوت کې د خلکو باور پر دوی پيدا کيږي.

د پوليسو لپاره لنډې سپارښتنې:

۱ـ د پوليسو ليکې بايد له سمتي، نژاد، ژبپالنې او تعصب څخه پاکې وي او د دوی دنده بايد د افغانستان او پکې د شته ټولو ولسونو ساتنه او امنيت وي.

۲ـ د پوليسو ليکې بايد له مسکراتو او نشه يي توکو څخه هم پاکې وي.

۳ـ هغه خوندي چې د پوليسو په ليکو کې کار کوي بايد د دوی حرمت وشي، ځکه دا زموږ د عرف او ديني اخلاقو مهم اصل دی.

۴ـ په پای کې ښه به وي چې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ښونې او روزنې په ترڅ کې د دوی عقیدوي او فرهنګي برخه پوره پياوړي کړي ترڅو له دې لارې زموږ پوليس د تخنيکي او مسلکي پياوړتيا تر څنګ په عقيدوي لحاظ هم پياوړي وي.

دا لیکنه په (لوی افغانستان) اوونیزه کې خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *