په کراچۍ کې سېل

د کندوز ولایت د چاردري ولسوالۍ چارواکي او اوسیدونکي وايي د څو ورځو پرله پسې سختو اورښتونو له امله د یوشپونکي د تري تم کیدو ترڅنګ لږترلږه ۷ تنه نور شپانه په واورو کې بند پاتي وو چې وروسته د ځايي خلکو په مرسته ژغورل شوي دی.

 همدغه رازشاوخوا ۴۵۰ سره پسونه هم د سړي هوا له امله تلف شوي چې یو شمیر کوچیانو ته يي اقتصادی ګوزار ورکړي.

د چاردی ولسوال محمد زلمی فاروقی وايي: د خالی ورځې راهیسې په کندوز کې د سختي واوري اوریدو له کبله د چاردری ولسوالۍ په جمعه بازاراو آخ شاخ سېمه کې ۸ تنه شپانه د واوري لاندي شوي چې وورسته د امنیتي ځواکونو اوکلیوالو په مرسته د  ۷ تنو ژوند ژغورل شوي او یو تن ۳۵ کلن محمد خان د شیرخان زوي له بده مرغه خپل ژوند له لاسه ورکړي.

همدغه راز نوموړي زیاتوي چې  د سیلابونو اونهر نړیدو له کبله د یادی ولسوالۍ د پلوکمر او ارجل سېمې سلګونه کورني زیانمنې شويدی.

 هغه زیاته کړه (( په پلوکمراوارجل کې کابو۵۰ کورنۍ د اوبولاندي شوي ، کورنو دیوالونه يي نړیدلي، دغنمو او وریجو درمندونه يي اوبو په سر اخیستې د هراوسیدونکې د کورانګړ د اوبو ډک شوی.))

 فاروقی زیاتوي ترخبریدو وروسته په بیړه د نهرد تړلو بندوبس وشواو د ولسوالۍ په وس کې لازم اقدامات ترسره شوي.

د چاردري د منګ تپه کلۍ یوتن زیانمن شوي مالدار ۴۴ کلن سید قادر وايي:(( زما اود ورور مي  ۶۰ سره پسونه د دوه سره خرو ترڅنګ له منځه تللی دی، د شپونکې روغتیايي حالت هم داندیښنې وړ دی، شپونکې می اوس په روغتون کې  تر درملني لاندي دی، د بچو لپاره د ګرمولو هیڅ څه نلرم.))

 ولسوال  په خیره موسسو اومرکزي دولت غږ وکړ چې د بیځایه شويو کورنیوسره دی بیړنۍ مرستي ترسره شي ، نوموړي د هوا حالاتوته په کتو سره اندیښنه څرګنده کړه که چیري د یادی ولسوالۍ خلکو سره پرهرڅه عاجل بیړنۍ مرستي ترسره نه شي ښايي د یادی ولسوالۍ ډير اوسیدونکې له ګڼو ستونزو سره مخامخ  شي.

همایون بابر / کندوز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *