تاند- د پاکستان د حکومت له مرکه چیانو سره د خبرو لپاره د طالبانو استازو نن وویل، په پاکستان کې تر هغو د سولې چانس نشته چې حکومت شرعي قانون نه وي نافذ کړی او د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.

د دوی له سختو شرطونو داسي ښکاري د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ سولې ته هیله نه شي کېدای.

د دواړو خواوو ترمنځ د سولې لومړنۍ خبرې د سې شنبې په ورځ هغه مهال ناکامې شوې چې حکومتي پلاوي د طالبانو له لوري له نومول شوې کمېټې سره له خبرو انکار وکړ او ویې ویل، د دې پلاوي د جوړښت په اړه وضاحت غواړي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو خواوو پلاوي سبا /پنجشنبه/ یا بل سبا /جمعه/ بیا سره وویني خو د خبرو لپاره دقیق ترتیبات نه دي نیول شوي.

د طالبانو له لوري د نومول شوي پلاوي مشر مولانا سمیع الحق فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې به تر هغو سوله رانه شي چې د پولې پوري غاړه امریکايي پوځیان موجود وي.

د ده خبرې د طالبانو د پلاوي بل غړي مولانا عبدالعزیز تایید کړې او زیاته یې کړه چې د پاکستان حکومت حاضر نه دی چې شرعي نظام پلی شي.

مولانا عبدالعزیز فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«له شرعي قانونه پرته به طالبان د خبرو حتي یو فیصد هم ونه مني. که یې ځیني ډلې وهم مني نورې یې نه مني.»

خو د پاکستان حکومت حاضر نه دی چې د خپل هیواد پر اساسي قانون خبرې وکړي. له همدې کبله د دواړو خواوو په دریځونو کې د توپیر زیاتوالی د دوی د سولې په خبرو کې پرمختګ له شک سره مخامخوي.

مولانا عزیز وویل:«د دوی (طالبانو) اصلي غوښتنه شریعت دی.»

ده همداراز وویل چې د پاکستان ټولې سیکولرې محکمې دې ختمې شي او د هغو پرځای دې شرعي محکمې جوړې شي.

2 thoughts on “پاکستاني طالبان تر هغو سوله نه مني چې شریعت نه وي نافذ شوی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *