تاند- د پاکستان د حکومت او طالبانو مرکچیان به ژر له یو بل سره بیا وګوري او د دغه هیواد د شپږ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره به د خبرو ځای وټاکي.
هیرالډ تریبیون ورځپاڼه وايي، د پاکستان د حکومت د مرکچي کمېټې او د طالبانو له لوري د معرفي شویو استازو پر خبرو له دې پرته چې د خلکو ذهنیت د طالبانو پرضد وپاروي، ډېر حساب نه شي کېدای.
د هیرالد تریبیون له لیکنې سره سم د طالبانو او د پاکستان د حکومت د استازو ترمنځ خبرو ته ځکه هیله نه شي کېدای چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف وارله مخکې پرېکړه کړې چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرضد پراخ پوځي عملیات وشي.
د پاکستان د حکومت له مرکچیانو سره د خبرو لپاره د طالبانو استازو پرون وویل، په پاکستان کې تر هغو د سولې چانس نشته چې حکومت شرعي قانون نه وي نافذ کړی او د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.
د دوی له سختو شرطونو داسي ښکاري د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ سولې ته هیله نه شي کېدای.
د دواړو خواوو ترمنځ د سولې لومړنۍ خبرې د سې شنبې په ورځ هغه مهال ناکامې شوې چې حکومتي پلاوي د طالبانو له لوري له نومول شوې کمېټې سره له خبرو انکار وکړ او ویې ویل، د دې پلاوي د جوړښت په اړه وضاحت غواړي.
ټاکل شوې ده چې د دواړو خواوو پلاوي نن/پنجشنبه/ یا سبا /جمعه/ بیا سره وویني خو د خبرو لپاره دقیق ترتیبات نه دي نیول شوي.
د طالبانو له لوري د نومول شوي پلاوي مشر مولانا سمیع الحق فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې به تر هغو سوله رانه شي چې د پولې پوري غاړه امریکايي پوځیان موجود وي.
د ده خبرې د طالبانو د پلاوي بل غړي مولانا عبدالعزیز تایید کړې او زیاته یې کړه چې د پاکستان حکومت حاضر نه دی چې شرعي نظام پلی شي.
مولانا عبدالعزیز وویل، که افغانستان او امریکا امنیتي موافقه لاسلیک کړي، په سیمه کې به د سولې او پخلاینې امکان له منځه لاړ شي.
مولانا عبدالعزیز فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«له شرعي قانونه پرته به طالبان د خبرو حتي یو فیصد هم ونه مني. که یې ځیني ډلې وهم مني نورې یې نه مني.»
خو د پاکستان حکومت حاضر نه دی چې د خپل هیواد پر اساسي قانون خبرې وکړي. له همدې کبله د دواړو خواوو په دریځونو کې د توپیر زیاتوالی د دوی د سولې په خبرو کې پرمختګ له شک سره مخامخوي.
مولانا عزیز وویل:«د دوی (طالبانو) اصلي غوښتنه شریعت دی.»
ده همداراز وویل چې د پاکستان ټولې سیکولرې محکمې دې ختمې شي او د هغو پرځای دې شرعي محکمې جوړې شي.
هیرالد تریبیون بیا وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته نوازشریف وروسته له دې بدبینه شو چې په دسمبر او جنورۍ میاشتو کې طالبانو د پاکستان په مهمو ښارونو کې یو لړ سخت بریدونه وکړل.
نوازشریف د خبرو په ځای له خپل ګوند او پوځ سره له غونډو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی چې باید پر طالبانو حمله وشي او پوځ ته یې امر کړی چې حملې ته ځان تیار کړي.