کندهار افغانستان – د کندهار ولايت د نفي موادو او د سونګ توکو مسوولين وايي په ښار کي د T1  تيلو پلور او پيرل په سخت ډول منع او سرغوړونکي به مجازات سي.

 وروسته له هغه چي په کندهار او هلمند  کي د يادو تېلو له کبله  د ٢٩ تنو د سوځېدلو پېښي ثبت سوي دي.

د ياد رياست مرستيال خواجه سفي الله صديقي نن د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي د يوې خبري غونډي په ترڅ کي وويل، ياد تېل چي په نظامي ځايونو کي تري کار اخيستل کېږي په عام مارکېټ کي يې د پير او پلور هيڅ جواز نسته.

هغه زياته کړه چي له کندهار هوايي ډګر څخه يو شمېر موټر چلوونکي ياد تېل د شپې  له خوا په لږ اندازه په ډبو کي په قاچاقي ډول راباسي او بيا يې په بازار کي د تيل خاک په نوم پر هټيوالو پلوري او د عامو خلکو له خوا يې د استعمالېدو پر مهال مرګوني پېښي رمنځته کېږي .

ښاغلي صديقي  دکندهار ښار له ټولو دوکاندارانو څخه غوښتنه وکړه چي د يادو تېلو له پېرلو او پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي او سرغړونکي به له قانون سره سم مجازات سي.

ځواب دلته پرېږدئ