تاند- د چین یو اوسېدونکی چې پوره درویشت کاله له مور و پلاره ورک و، په انټرنیټ کې د ګوګل د نقشې په مرسته خپل پلارنی کور وموند.

 لو وانګ پنځه کلن و چې  د ښوونځي په لاره کې وتښتول شو. د لو وانګ کور د چین د جنوب ختیځ د سیچوان په یوه کلي کې و. تښتوونکو دی څو سوه میله لرې د ختیځ لور ته د فیوجیان ولایت ته ولېږداوه. تښتوونکو  ماشوم لو وانګ د فیوجیان  د سنمیګ ښار یوه مور و پلار ته چې اولاد یې نه و، ورکړ. دغو  کسانو راتښتول شوی لو وانګ د خپل اولاد غوندې لوی کړ خو د فیوجیان د سټریټ نیوز ورځپاڼې  له رپورټ سره سم، لو وانګ به هره شپه چې ویده کېده، تر خوب دمخه به په تصور کې خپل اصلي کور ته ته او په دې ډول به یو څه ارام شو او خوب به یووړ.

 په یوه داسې هېواد کې چې تر دیارلس سوه میلیونه ډېر کسان پکې اوسي، د ورک شوي ماشوم لپاره د کور موندل ډېره سخته خبره ده. دی هیڅ نه پوهېده چې په اصل کې د کوم ځای او د کوم کلي دی. خپل کلی یې صرف دومره په یاد و چې دوه پلونه پکې وو.

  کلونه واوښتل، لو وانګ لوی شو، له کمپیوټر سره بلد شو او انټرنیټ ته یې لاره ومونده. ده د چین په یوه ویپاڼه کې چې د ورکو شویو کسانو په برخه کې معلومات خپروي، خپل حال بیان کړ. د دې ویپاڼې یوه لوستونکي چې د ده لیکنه ولوسته، ورته ویې لیکل چې د سیچوان ولایت په یوه کلي کې یوه کورنۍ وایي چې درویشت کاله پخوا یې پنځه کلن ماشوم ورک شوی دی او تر اوسه یې درک نشته.

  لو وانګ د دغه سړي له معلوماتو وروسته په انټرنیټ کې د ګوګل سایټ د نقشې په مرسته د سینچوان د کلیو نقشې وکتلې او اخر یې یو داسې کلی وموند چې دوه پلونه یې لرل. کلی لینوشوی نومېده. لو وانګ راروان شو. سیچوان ته لاړ او لینوشوی کلي ته یې ځان ورساوه. پلونه یې وپیژندل او خپل اصلي کور یې وموند.

 دی چې کور ته ورسېد پوه شو چې مور و پلار یې دواړه ژوندي دي. هغوی چې د زوی له موندلو نهیلي شوي وو، یوه بله نجلۍ یې موندلې او په لورولۍ منلې وه. کله چې ورک زوی مور و پلار ته غېږه ورکوله، یو چا یې عکس اخیستی او د چین مطبوعاتو د دې نادرې شېبې دغه عکس خپور کړی دی.

 د لو وانګ مور رسنیو ته ویلي دي چې د زوی له ورکېدو وروسته یې خوب او خواړه ګډوډ شول. هیڅ وخت یې خوشحالي احساس نه کړه. همېشه به د ورک زوی فکر ورسره و. په زړه کې به ورتېرېدل چې ډوډۍ به یې موندلې وي که به وږی پاتې شوی وي؟ چې لږ به ځورېدلی وي که به  ډېر ځورېدلی وي؟

  چېن چې د نړۍ تر بل هر هېواد ډېر نفوس لري او د ډېر اولاد لرل پکې منع دي، ځینې بې اولاده کورنۍ تښتول شوي ماشومان په بیه اخلي او په زوی ولۍ او لور ولۍ یې نیسي.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *