نا څاپه تر پښه كش سوم. د ديارلسو  كالو به وم،  ډير ښه مي په ياد دي د جمعې شپه  او دشپې يوه بجه وه ، هوا سړه وه دباندي پرېوتل ستونزمن وو . په كوركي زما او زما د سپين ږيري پلار پرته نورټول ښځي او ماشومان وه ، وروڼه مي هم نه وو.

  له خوب وړاندي زيات خوشحاله وم ځكه سباته دجمعه رخصتي وه او د ټولي ورځي پلان مي مخكي جوړ كړ.  په هم دې فكرو نو كي مي سترګي سره ورغلې وې چي يوچا په ډير قوت له  پښې كش كړم،  ددې نه مخكي چي پوه سم څه پښه شوی ،  ګمان مي وكړ چي سهار دى او څوک مې راويښوي ، غوصه راغله چي دا خو د راويښولو طريقه نده ، دا نو د څو ثانیو فکر وو،سترګي مي پرانستې، په كوټه كي تياره وه هيڅ مي نه ليدل ، ډير ډاريدلى وم او ولاړسوم  چي دباندي ووځم ،يو دم د ديوال سره داسي ټكر سوم لكه يو چا چي سخته ټيله راكړې وي ، نور هم وبيريدلم او په بيړه دباندي راووتم ، ومي ليدل ټول غړي د كور په انګړ كي ولاړ دي او د فضل الله!  فضل الله ! نارې وهي.  ما ګمان وكړ چي قيامت سوى دى ، بيا مي اسمان ته وكتل ځليدونكو ستورو زموږ حالت ته داسي په ځير كتل ، لکه  څوک چې  د يو فلم غمجني صحنې ته په خوند خوند  ګوري
د كور غړو ته ورنژدې سوم او ورته و مي ويل څه پيښه ده ؟ هغوي وويل : نه ګورې زلزله ده !
چي د زلزلې مي واوريدل نو ورسره سم مې سخت ټكانونه  حس كړه او په مځكه كي داسي ږغونه  ول  تا به ويل چي د ټانګانو كاروان ترې لاندي تیریږي.
په کوټه کي موږ په داسي سمه کي اوسیدو چي له حکومته را پراره سوي ټول پکي پټ ول،ډیری کسانو یې وسلې او دعوې لرلې.

لږه شېبه وروسته د ستورو مخونه سرو ګوليو پټ كړل . ټولو په دې موخه (رساني) ډزي كولې چي خلك را ويښ كړي خو دومره كسان په زلزله كي ندي خوږ سوي لکه څومره چې هوايي ډزومړه او ژوبل کړه . ځکه د زلزلې له ويرې  ټول  خلک ته شنه اسمان لاندي ناست وه ،  څو شيبې همدا سلسله روانه وه،  د زلزلې سخت ټكانونه… د ماشومانو او تور سرو ژړاوي… د ديوالونو د نړيدلو غږونه…  ډزي… او…
وروسته د زلزلې ټكانونه ودريدل او يو شيبه درنه چپو تيا خوره سوه،  ټول پر خپلو ځايو نو ساړه ساړه ودريدل ،  هيڅ چا هم خونو ته  د تللو زړه نه سو كولاى . بسترې مو د انګړ منځ کي و غوړولې،  سم پکی غځیدلي لا نه وو چي د زلزلې يوه بله جټكه  ټول راپورته سوو خو دا ځل د لومړي وار په څېر  ډارونکې نه وه.
لږه شېبه وروسته  پر بستر څملاستلم، يو مهال به وو چي سترګي مي پټې  سوي وې،  سهار مي د ورور په ږغ راپورته سولم چي سهار وختي يې کور ته ځان رارسولى وو.  راته يې ويل چي ولاړ سه د احمد دوى درك معلوم كړه چي څه حال يې دى ؟   هغه وخت مي د ټلیفون یوازي نوم اوریدلی وو.
احمد زما دخاله زوى دى چي هغه وخت زموږ د كور څخه ۵ كيلومتره لري اوسيدى. د تيري شپې وهم مي په زړه کي وو ، ژر راپور ته سوم او له کوره ووتم  په لاره کي مي زيات کورنه ،ديوالونه او نور څه وران ويجاړ پراته  وليدل .
دا ورځ هم داسي په وهم او بيره کي تيره سوه ، د ټولو حواس اوتلي ښکاریده بس چي پر هر کونج به  راتاوسوې د بيګانۍ زلزلې خبره به کيدله.

د ماښام لمانځه ته ولاړم ، هغه مسجدته  چي پخوابه پکښي يو صف خلک هم نه وو،  په دغه ګړي پکي  د دريدلو ځاى نه وو، يوځا ى مي ځان ځاى کړ،  څه وخت چي فرض وسول،  زموږ د کلي يوه سپينږيری  فضل کرم اکا ولاړ سو او ويې ويل :
((ما  اوريدلي دي چي نن شپه بيا پر يو بجه زلزله کيږي ، ما درباندې خپله غاړه خلاصه کړه))  د فضل کرم اکا دې خبرې ټول حيران کړل او يوه بل ته يې وکتل ، دې سره زموږ د کلي مشر چي دا وخت مي يې نوم نه دى په ياد ولاړ سو او ويې ويل:
((تاسو دسنت کولو وروسته انتظار سئ زه يو څو خبري کول غواړم)) ، هم داسي وسول ټول پر خپلو ځايونو کښينتل،  د لمونځ وروسته د کلي مشرر ولاړ سو او داسې يې  ويل .
((دا خو د خداى کارونه دي ، زموږ  له  وسه څه نه کيږي،  زه خو وايم چي راځئ ټول به يو څه  پيسې تر وسه وسه راغونډي کړو او سبا به د الله د رضا لپاره يو خيرات وکړو .  بس هم دا مو په وسه دي،  نور نو خداى په خپلو کارو ښۀ پوهيږي.((
ټولو ورسره خوښه کړه او د پيسو راغوڼولو لپاره دوه کسه وګمارل سوه،  د نن  په څير مي ياد دي چې په دې  ورځ  زما په ګډون ډیری  ماشومان هم مسجد ته راغلي وو  چي پلار او يا مور به ورته يوه يا دوې روپۍ ورکړي وې ، په دومره مينه به يې د پيسو و ځولۍ ته ور غورځولې چي زما هيڅ کله نه هيريږي.
دې خبري ټول ولړ زول او بيګانۍ شپې ويره ورباندي را خوره سوه  ، کورته راغلم ،  ډوډۍ مي ونه خوړه،  ټو ل چپ ناست وو ،  د خوب وخت راغی ، خو څوک نه بيدېدل ځکه له ويرې چاته خوب نه ورتلو .
په دې شپه مي وروڼه هم پر کور وو پلار مي وويل تاسو بيغمه بيده سئ زه تر يوې بجې پوري ويښ پاته کيږم  که خداى مکړه زلزله سوه ، زه به تاسو  ټول راویښ کړم .
په نا هيلي زړه ټول خپلو خونو  ته ولاړه،  ما هم دخپل پلار په څنګ کي بستر ه هواره کړه او پکي و غځېدم
يو وخت راباندي خوب غلبه کړې وه،  خو وروسته را  ويښ سوم ګورم چي ګروپ لګيږي او پلار مي پر خپلي بسترې څنګ اچولى وو خو هم داسي بيده سوى وو
غوښتل مي را ويښ يې کړم خو  شرميدم، اخير مي و ټوخل اړخ مي بدل کړ،  دې سره مي پلار راويښ سو او راباندي پوه سو،  راته وې خندل دا نو ماته  تر ډيره وخته  د پزي پيزوان وه.
څه وخت چي مي پلار ويښ سو زه مطمين سوم او يو ځل بيا بيده سوم ، نه پوهيږم چي څومره موده بۀ تيره سوې وه چي بيا مي ستر ګي پرانستل سوې ، ګورم چي پلار مي بيده دى او ګروپ هم مړ دی ، ډير و بيريدلم ، په زړه مي يو لړ زه ننوتله،  توره تياره راته تر بلاوو بتره وه،  نژدې وه چي زړه مي و چوي،  غوښتل مي د پلار څخه وپوښتم چي ولي بيده سوى دى،  ايا شپه تر يوې بجې تيره سوې ده که څنګه ؟ خو بيا مي هم زړه کلک کړ دا شپه هم تر لومړۍ شپې کمه نه وه که څه هم زلزله ونه سوه .
سهار سو، خوشحاله په دې وم چي شپه تېره سوه او خفه په دې وم چي شپه راروانه وه له دې وروسته مي له شپې ترا کیده دهغې ورځي وروسته به په هرو دوو درو ورځو کي د زلزلې يوه جټکه راتله چي فقط به حيس کيدله.  خلک ډير په وهم ا ډار کي وو،نژدې ټولو خلکو ته ذهني تشویشونه را پیدا سوه چي ناست به وو یو ځل به یې ږغ کړه ((زلزله نده؟؟؟) تر داسي حده چي موږ پخپله په هره خونه کي يو يو شی را ځړولی وو، هغه  ددې لپاره چي  کله زلزله وي  نو ځنځير  به ښوري او موږ به خبريږو.
دا زما د ژوند تر ټولو بيخونده او خسته ورځي شپې وې ، بیخي یې د ژوند خوند نه کاوه نه پوهیږم چي ولي هر چا دومره حواس له لاسه ورکړي، هیڅ د امیدوارۍ خبره نه کیده، هره خبره، هر بحث او هر مجلس زلزله او زلزله.

ورځې او شپې تيريدې یوه اونۍ تېره سوه   بله پنج شنبه د يوه نوى زيري سره راورسيده . په ښار کې اوازه خپره شوه چې يو ملا خوب ليدلی چې د پنج شنبې په ورځ کوټه د زلزلې له امله غرقيږي او له دهغي وروسته به قيامت وي …
لنډه دا  چي په خلکو کي يوازي کوګل پاته وو،  زړونه  يې نه وو، ما پخپله دا اوازې ډيري اوريدلې خو غوږونه به مي کاڼه واچول، پر زړه مي تيروله او ويل به مي چي دا د خداى کارونه دي .په دې څوک نه پوهيږي . نه پوهیږم چي له دې خبرو او اوازو سره بلد سوی وم او که ورنه موړ سوی وم.
د پنج شنبې مازديګر وو د خپل کور پر لوري روان وم چي يو ملګرى مي د مسجد ډډي ته ناست وو او راته يې وويل چي ما ښآم کوټه غرقيږي پلاني پير داسي ويلي دي او يوه پلاني  ملنګ داسي خوب لیدلی، ما ورته همغه خپله خبره تکرار کړه ، زړه مه خوره، داد خدای پاک کارونه دي . ښايي دا خبره مي پلار راته په دې خاطر ښودلې وه چي په روحي تکلف اخته نه سم د ملګري خبري راباندي ترخې ولګيدلې او کور ته ستون سوم چي پلار ته مي دا کيسه بيان کړم یوازنی کس چي ډاډ به یې راکاوه هغه مي پلار وو .

 نن هم په هم دې موخه کور ته روان سوم چي کور ته دننه سوم  ګورم چي پلار مي د سراى په انګړ کي د خيمې په جوړولو بوخت دى، ددې په ليدو سره مي د پښو سيک دلاسه ورکړ داسي راته ښکاره سوه چي د ملګري خبره مي حتمي ده او نن شپه به زلزه کيږي او کوټه به غرقيږي دا شپه تر ټولو شپو دردونکې وه، ډوډۍ مي ونه خوړه، یخ وو د خیمې په پايی کي یې ځای راته اچولی وو، پرېوتم خوب نه راتی هڅه مي کول بیده سوم ځکه یو ګړی خو به له دې زړه خوړینۍ بې غمه سم ، ټوله شپه مي خوب ونه کړ دسهار خواته مي سترګي سره ورغلي وې يو نا څاپه د خوبه راو غورځيدم چي ومي کتل لمر راخلى وو. ډېر خوشحاله سولم او د ژوند اوميد مي پيداسو.

شتمنو چي دا اوازې اوریدلي وې  ډیرو یې  خپل کورونه پرېښودل څوک د ښاره ووتل او ځينو د خپل کلي څخه لري خيمې ودرولې او کور تر کوره هلته ولاړل.  سهار چي ټول خپلو کورونو ته ستانه سوه و یې لیدل چي زلزله د هغوی پر شتمنیو راغلې وه، کورونه سپېره او هر څه غلو له ځانه سره وړي وه

وروسته معلومه سوه چي د ملنګانو نارې او د پيرانو خوبونه ليدل هسي پلانونه او ټګماریانې  وې دا يوه ډله وه چي په لوى لاس يې غوښتل داسي وکړي او د موقع څخه استفاده وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *