تاند- په اروپا کې له یوې څېړنې سره سم د ښځو لپاره د نارینه وو تر لیاقت او واک د دوی قوت زیات جذابیت لري.
څېړنه وايي، ښځې غښتلو نارینه وو ته زیاته لېوالتیا ښيي ځکه چې دوی ته د خپلو کمزورتیاوو لپاره له جسمي پلوه د ژوند قوي ملګری مهم دی.
همدا علت دی چې د بریتانیا د فوټبال پخوانی لوبغاړی ډیوید بېکم، د پرتګال د فوټبال تکړه لوبغاړی کریستیانو رونالډو او رافیل نډال تر خپلې وړتیا زیات ستایل کېږي.
د مونشن پوهنتون استاد ډاکتر ایریک پوستما پر۸۰۰ تنو، چې اکثره یې ښځې یا نجونې وې، د خپلې څېړنې په ترڅ کې د نارینه وو د جذابیت په اړه نظرونه پوښتلي دي.
د ده په څېړنه کې نتیجه اخیستل شوې چې ښځو ته تر ټولو ښه روغه سټه، قوي شخصیت او په سیالیو کې مخکښ نارینه زیات جذاب ښکاري.
په دې څېړنه کې په زړه پوري ټکی دا دی چې د هر کلتو او ملیت ښځو ته پیاوړی نارینه جذاب ښکاري.