تاند- د پاکستان د حکومت او طالبانو له لوري خبرو اترو ته نومول شویو استازو نن په اسلام اباد کې په خپلو لومړنیو خبرو کې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې پر خبرواترو موافقه وکړه.

د طالبانو او حکومت پلاوو په خپلو خبرو کې، چې د اسلام اباد په خیبرپښتونخوا خونه کې یې وکړې، یو بل ته خپلې غوښتنې او شرطونه وړاندې کړل.

په دې خبرو کې د پاکستان د حکومت له لوري متقاعد ډګرمن محمد عامر، عرفان صدیقي، رحیم الله یوسفزي او رستم شاه مومند او د طالبانو له لوري مولانا سمیع الحق، مولانا عبدالعزیز او پروفیسرابراهیم ګډون درلود.

د دواړو خواوو پلاوو پرېکړه وکړه چې د خبرو اترو دایره به تر جنګ ځپلو سیمو پوري محدوده وي، خبرې به د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي، د حکومت او طالبانو د کار او ماموریت حدود به واضح کوي، د امنیت او ثبات خلاف اقدامات به دروي او د رسمي خبرو بهیر به ژر پیلوي.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و چې د هیواد پر اساسي قانون هیڅ راز خبرې نه شي منلی خو طالبانو ویلي و چې باید د پاکستان په قوانینو کې اسلامي شریعت ومنل شي او د پاکستان له محکمو څخه دې انګریزي قوانین لېري او پر ځای دې یې اسلامي شرعي قوانین نافذ کړای شي.

د حکومت او طالبانو پلاوو همداراز پرېکړه وکړه چې دواړه کمېټې به ژر وزیرستان ته لاړې شي څو د حکومتي پلاوي غوښتنې او شرطونه طالبانو ته ورسوي.

د طالبانو پلاوي غوښتنه کړې چې له صدراعظم، د پوځ له لوی درستیز او د آی ایس آی له مشر سره دې د کتنې موقع ورکړای شي او په مقابل کې یې حکومتي کمېټې له طالبانو سره د کتنې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د پلاوي مشر مولانا سمیع الحق، چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نژدې کس بلل کېږي، له غونډې وروسته وویل، هڅه کوي چې په هیواد کې وژنې او لوټماري پای ته ورسېږي.

دا په داسي حال کې ده چې طالبان په پاکستان کې روانه ناکراري او بلوا جهاد بولي.

One thought on “د پاکستان د حکومت او طالبانو پلاوو په یو لړ مسایلو موافقه وکړه”
  1. دا هماغه کانه ده چې وایي ته تپک او زه ملک، زه تپک او ته ملک. دا سمیع الحق خبیث او دا نور څاروي چې نن دا لوبې کوي او د آی ایس آی دا ګډ مېشن ترسره کوي دوی تر پرونه د پښتنو د وژنو ننداره څنګه کوله؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *