لیکوال: احمد رشيد –

کله چې پاکستاني ډيپلوماتان او نړۍ په یوه خوله سوه چې ګڼي د طالبانو پر وړاندي دي له جدیته کار واخیستل سي، تر میاشتو ځنډ وروسته، تمه کېدل چې د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف به د پاکستاني وژونکو طالبانو پر وړاندي د جګړې اعلان وکړي، هغه له هر کس څخه غوښتنه وکړه چې یاغیانو ته به مهلت ورکړي چې خبرو ته کښېني.

د جنورۍ په ۲۹مه لومړي وزیر پارلمان ته وینا وکړه، په عین حال کې طالبانو په ویاړ سره ادعا وکړه چې دکراچۍ پارلماني سرتېرو څخه یې درې وژلي او یولس نور یې ژوبل کړي، د کراچۍ د پولیسو یو مشر افسر هم په یوه پلان سوې چادونه کې ووژل سو، ټولې اطرافي سیمې د طالبانو تر واک لاندي دي، چې په شمال کې  د کنترول ساحه په دودیزه توګه تر ۱۵۰۰ مایلو رسي.

احمد رشید
احمد رشید

پر پوځ مستقیمې حملې زیاتي او سختي سوي. د سپټمبر په ۲۰مه د طالبانو یو ځان وژونکی کس د خزلو د ټولونکي په جامه کې په راولپنډۍ کې د پوځ پر سیمیز مرکز چې سخت امنیتي تدابیر یې هم نیول سوي وو، چادونه وکړل چې په پایله کې اوه سرتېرې،  پنځه عام وګړي ووژل سول، او ۳۴ نور سرتېري یې ټپیان کړل. له دې پېښې یواځې یوه ورځ وړاندي د پاکستان په شمال لویدیځ بانو نومې سیمه کې د پوځ پر یوه ګاریسون د حملې په ترڅ کې ۲۴ سرتېري وژل سوي وو.

له بل لوري د یاغیانو سني ډله چې د لښکري جنګي په نوم یادېږي، ادعا کوي چې له طالبانو سره اړیکې لري، دې ډلې په سل ګونو شعیه وګړي وژلي. د جنورۍ په ۲۲مه ۲۲ یې  احل تشیع وګړي کویټې ته نږدې په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل ، نور د عیسویانو په څېر اقلیتونه د ټولو ډلو له لورې په ډلیزه توګه وژل کېږي.

پاکستان له زړه بوږنوونکې او پای نه موندونکي ښکلېلاک سره لاس او ګریوان دی، دا ستونزې نه یواځې د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کې دي چیري چې طالبان اوسي، بلکي ټول هیواد یې په سر اخیستی دی.

د بشر حقوقو د څار د ډلې په کلني راپور کې چې د جنورۍ په پای کې خپور سو، وایې: یاغي ډلې له واقعي مسئولت په غاړه اخیستو پرته په ټول پاکستان کې عملیات کوي، چارواکې به یا سترګې پرې پټوي او یا به یې وسره په وسه نه وي، د طالبانو حملې اوس په جګړیزو جرمونو اوښتي.

تر شلو زیات د ګوځنډ واکسین کارکوونکي چې ډېرې یې ځواني ښځينه نرسانې وې، د طالبانو له لورې وژل سوي، بلګیټ بنیاد چې په پاکستان کې د ګوځنډ ناروغۍ سره دمبارزې کمپاین په خپل لګښت چلوي، خپل پروګرام له هغه وروسته په ځنډ کې اچولی، ددې بنسټ مشر بیل ګیټس په نیویارک کې د جنورۍ په ۲۲مه خبریالانو ته وویل: د پاکستان کشاله لویه ده.

میاشتي ووتې، وروسته تر هغه چې نوازشریف واک ته رسېدلی، له طالبانو سره یې درې ځله د سولي د خبرو هڅه او وړاندیز کړی دی، چې تر اوسه ورته مثبت ځواب نه دی ویل سوی، په هر صورت، ډېرو خلکو د شریف دې نوې دورې ته هیلې لرلې.

هره ورځ د پوځ له قهریدلي مشر سره د طالبانو پر وړاندي د جګړې په اړه مجلسونه کېدل، چې په دې اړه پرېکړه وکړي، همدارنګه پر حکومت ټینګار کېدی چې د طالبانو پر وړاندي د جګړیز کمپاین لپاره د عوامو او ملکي ادارې ملاتړ ته اړتیا ده، د شریف د ډلې مسلم لیګ په لنډکي راپور کې هم څرګندېږي چې هغوی د جګړیزو عملیاتو سره همږغي دي. بهرینو اړینو کسانو هم په دې اړه څرګندونې لرلي، د انګلستان د لومړي وزیر مرستیال نیک کلیګ پر دې ټینګار کوي چې پاکستان د افراطیانو په منځ کې راګیر دی.

په عین حال کې، دا چې د طالبانو پر وړاندي به جګړیز عملیات کېږي تبلغاتو دیارلس زړه قومي وګړي او دهغوی کورنۍ له شمالي وزیرستانه نورو سیمو ته کډوال کړل، خو لا تر اوسه خبره پر خپل ځای پاته ده.

دا ځل هم خبره د بل هر ځل په څېر ده، شریف پخوانۍ تګلاره خپله کړې، له طالبانو یې د خبرو کولو غوښتنه وکړل، یوه کميټه یې جوړه کړه چې پکې دوه ژورنالیستان هم ګمال سوي، چې له طالبانو سره د خبرو لړۍ پیل کړي. بیا یې هم هیڅ ډول معلومات وړاندي نه کړل چې کوم دريځ یې غوره کړی، دبیلګي په توګه ، نه یې سره کرښه ورته کش کړه، نه یې وخت ورته محدود کړ، نه یې د خبرو لپاره کومه طرحه وړاندي کړل او نه یې هم د مزاکراتي کمیټې لپاره مشر څرګند کړ. دا په څرګنده د جنګ د درېدو بله بې معنی هڅه وه، دا دريځ داسي معنی لري، لکه طالبان چې له دولت سره په خبرو کولو راضي وي، خو داسي نه ده.

په حقیقت کې طالبانو هیڅ وخت له هغه څه مخ نه دی کرځولي چې غوښتي یې دي، لکه د هیواد ورانی، او خپلو روحاني او مذهبي موخو ته رسېدل پکې شاملېږي.

ډېر داسي څه سته چې حکومت یې تر دې وړاندي چې د افرطیانو سره مبارزه پیل کړي ترسره سي، پوځ له ملکي ادارې غواړي چې له طالبانو سره جګړې پر مهال به هر ډول سیاسي مسئولیت په غاړه اخلي، چې ښایې په پایله کې ځان وژونکي بریدونه زیات سي. شریف باید عوام او رسنۍ د جنګ پر وړاندي سره همږغي کړي، حکومت باید د جګړې څخه د کډوالو لپاره کمپونه جوړ کړي، حکومت او پوځ باید په یوه خوله او یو دريځ ولري.

شریف لا تر اوسه هیڅ داسي کار نه دی ترسره کړی چې له مخي یې څرګنده سي چې یادې اړینې خبرې پرځای کړي، له دې څرګندېږي چې هغه نه د جګړې او هم شونې ده چې له طالبانو سره خبرو کولو ته هم چمتو نه دی. له قوي دريځه خبرې او یا په جګړېز ځوابي تهدید به وکولی سي طالبانو باندي فشار راوړي تر څو د خبرو میز ته حاضر سي، مګر د خبرو لپاره په داسي حال کې تمه کول، چې حکومت نه پر طالبانو فشار راوړی او نه یې هم هغوی ته د ټاکلي دریځ له مخي شرایط وړاندي کړي، داسي برېښي چې د خبرو کولو پایله به هم کمزورې څرګنده سي.

د پاکستان کشاله او بحران ټول وخت په حاکم رژیم اړه لري، که نظامي رژیم دی او که ملکي رژیم، هر کله یې د یو معاصر ولسواک هیواد د جوړېدو لپاره له هڅو ډډه کړې، د پاکستان له افراطیانو خلاصول د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سبب کېدی سي، د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو زوی بلاول بوټو خپل پر ټویټر پاڼه لیکي وو چې پاکستان وینسټن چرچل ډوله کس ته اړتیا لري، نه نویلی چمبرلینز ته، په  هستوي وسلو لرونکي هیواد پاکستان کې د ښې رهبرۍ کمښت او د لیدلوري ضعف  د شتونزې  یو تر ټولو اړین اړخ جوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *