خبرپاڼه
نيټه ١٣٩٢/١١/١٧
کندهار افغانستان- د کندهار د امنيت امر د افغان ملي پوليسو د نورو لاسته راوړنو تر څنګ د تېرې اوونۍ په اوږدو کي د يوې ٧ کسيزي تروريستي ډلي د نيولو خبر ورکړ.
د کندهار د امنيت امير سمونوال رحمت الله اطرافي نن پنجشنبه د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په دفتر کي د جوړي سوي اوونيزي غونډي په ترڅ کي وويل، د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې له ښه مرغه د دښمن ډېر مهم او خطرناک پلانونه شنډ کړي، د بېلابېلو درنو او سپکو وسلو تر څنګ يې يوه ٧ کسيزه تروريستي ډله هم نيولې ده.
د امنيت امر زياتوي چي يادي لاسته راوړني يې د ١٠ ګډو او ١١ ځانګړو عملياتو په ترڅ کي د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کي تر لاسه کړي چي د مهماتو له جملي څخه ٤٥ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه، ٣٩٠ کيلو ګرامه باروت، يو ميل ماشيندار پيکا، يو ميل کلاشنکوف،٥ پايې کشفي مخابرې، يوه پايه دوربين،٤٠ فيره د دهشکې مرمۍ،٥٠ فيره د پيکا مرمۍ، يو فير توغندۍ او دوې عرادې موټر سايکلان پکي شامل دي.
د امنيت امر سمونوال رحمت الله يادونه وکړه چې د پوليسو له خوا د يادو لاسته راوړنو تر څنګ د کندهار ښار په بېلابېلو ځايونو کي ٧،٢٧ کيلو ګرامـه هـيرويـن، ٣٣٢ کيلو ګرامه تارياک،١٠٦٧ کيلو ګرامه اومه چرس، يوه عراده ټونس موټر او له يادو توکو سره د تړاو په تور يې پنځه تنه شکمن کسان نيولي دي.
اطرافي وويل، د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې د امنيتي برخي تر څنګ يو شمېر جنايي پېښي هم لرلې چي له جملې څخه يې ٧ تنه د اختطاف ،٦ تنه د غلا، يو تن د لواطت او يو تن د جوازسير د جعلکارۍ په تور نيول سوي دي.
ښاغلي اطرافي د ترافيکي عوايدو په اړه يادونه وکړه چي، د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې ٢١٤٩٣٠ افغانۍ ترافيکي عوايد د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.
د امنيت امر وويل، پوليس او ټول افغان امنيتي ځواکونه په پوره ډول د دې توان لري چي امنيتي حالت کنټرول کړي نو ځکه يې خلکو ته سپارښتنه وکړه چي له وېري او ډار پرته په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي پوره برخه واخلي.