تاند- ایا خبر یاست چې د انسان ځېره د خپلو مختلفو احساساتو د څرګندولو په وخت په څو رنګونو بدلېږي یا خپل احساسات په کومو رنګونو ښيي؟
له یوې تازه څېړنې سر ه سم د انسان احساسات تر څلورو رنګونو په زیاتو بڼو ښکاري.
دا په زړه پورې انکشاف په هغه څېړنه کې څرګند شوی چې په سکاټلنډ کې شوې ده.
په دې اړه د ګلاسکو پوهنتون په څېړنه کې پخواني ساینسي ازموینې رد شوي چې پر اساس یې ویل شوي ول، د انسان د څېرې احساسات او جذبات په څلورو بېلابېلو وختونو، یعني د خوشالۍ، خپګان، ډار او قار په حال کې په څلورو جلا جلا ډولونو څرګندېږي.
د نړۍ د ټولو انسانانو دا څلور احساسونه تقریباً یو شان دي.
خو څېړونکي وايي چې پر دغو څلورو احساسونو سربېره ګڼ نور حالتونه هم شته چې د انسان په څېره کې څرګندېږي.