د هوټل دروازې ته نېږدې شوم،په نرۍ سمیټي لار اوږدې پښې مالومې شوې،چې لږ ور لنډ شوم بوټ يې نه وو په پښو، پلاستیکي خلطه يې پر مخ اچولې وه، سر او مخ يې نه ښکارېدل، شاوخوا مې وکتل ومې ويل دا اوس مړ دی که ژوندی، تر شا مې ور وکتل ژیړ غاښ يې مالوم شول، کالي يې ډېر خيرن وو،خوله يې د ځمکې خواته وه،البته شونډې به يې هم په خيرنو سيمټو لګېدلې، له ځان سره وبونګېدم
((کاش د دې خلکو له پاره خو دولت د خوب ځای مالوم کړی وای))
د يوه انسان د ژوند ژغورلو له پاره افراد قرباني ورکوي خو دولت دا کار نه کوي اخېر دا کس خو هم د نړۍ په يوه کونج کې د ښه ژوند لرلو تمه لري.