میلمه راډیو چې دوه نیم کاله وړاندې یې دپکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې په خپروونو پیل کړی ؤ اودیادو زون ټولې ولسوالۍ یې ترخبري پوښښ لاندي راوستې وې، دسلواغې په ۱۸ مه ،په ښرنه کې هم خپلې خپرونې پیل کړې.
د میلمه راډيودخپروونو په دې پرانیسغونډه کې دراډیو مسؤلینو، کارکوونکو،د اطلاعاتو اوکلتو ر ریاست او ولایتي شوری مسؤلینو ،دمدني ټولنو استازو ، یوشمېر نورو دولتي چارواکو او دسیمې مخورو برخه اخیستې وه
دمیلمه راډيو مسؤل یعقوب خان منظور تاند ته وویل، دغه ازاده او خپلواکه راډیو دوه نیم کاله وړاندې داورګون د ځوانانو فرهنګي ټولنې په هڅو په یاده ولسوالی کې جوړه شوه.
دده په خبره(( راډيو په ډېرلږ وخت کې دښو خپرونو د درلودلو له امله ډېر اورېدونکي پیداکړل،خو داچې یوازې یې داورګون لورې ولسوالیو کې خپرونې اورېدل کېدي، نواړینه مو وګڼله څو په مرکز ښرنه کې هم ددې راډيو یوه څانګه پرانیزو.))
دمیلمه راډیو دښرنې د څانګې امر محمد الله همت یار په غونډه کې وویل، دوی به دټولنې دوګړو دخوښې اوذوق له مخې په خپل مهال وېش کې دیني، سیاسی، فرهنګي، سپورټي، روغتیايي او نورو ټولنیزو خپرونو ته ځای ورکړي.
همت یار وویل، میلمه راډيو به ددې ترڅنګ پوره هڅه وکړي،څو په سیمه کې دناوړه دودونو او رواجونو په مخنیوي اوهمداراز دخپل افغاني رښتیني کلتور په راژوندي کولو کې مثبت رول ترسره کړي.
په پکتیکاکې ددې ولایت دځوانانو فرهنګې ټولنې مشر او دپژواک اژانس خبریال ښاغلي علي محمدنظري په ښرنه کې دمیلمه راډيو دڅانګې پرانستل کېدل، دخبریالۍ او رسنیو په برخه کې یوپرمختګ یادکړ.
نوموړي وویل، رسنۍ او په ځانګړې توګه راډیو دوګړو يه عامه پوهاوي کې مهم اومثبت رول لري، اوهیله یې څرګنده کړه چې دغه راډيو په معیاري توګه دې ولس ته درښتیني خدمت یوه بیلګه وي.
هغه ددې ترڅنګ دا هم وویل، چې راديو دولس او چارواکو ترمنځ داړیکي اوستونزو شریکولو یوه ښه سرچینه ده ، نو باید ددې کړیدلي ولس درد او ستونزې په رښتيني او واقعې ډول دچارواکو او اړوندو مسؤلینو تر غوږونو ورسوي، او هم چارواکو ته دخپلې دندې له مخې دهغوی مسؤلیت وروپېژني.
دمیلمه راډیو په نننۍ پرانیست غونډه کې چارواکو هم دراډیو پرفعالیت خوښې څرګنده کړه ، او هم یې په ښرنه کې ددې راډیو فعالیت دسیمې لپاره یو پرمختګ وباله.
دپکتیکا داطلاعاتو او فرهنګ رییس بشیر محمدي وویل، چې میلمه راډیو له دې وړاندې په اورګون کې دژورنالیزم اوخبریالۍ اصولو مطابق ښې خپرونې وړاندې کړې.
نوموړی وویل، اوس مهال په پکتیکاکې پرمېلمه راډيو سربېره دټولنې اوپښتون غږ په نومونو دوه ازادې راډیوګانې فعالیت لري.
میلمه راډيو د۲۰۱۱ زیږدیز کال دجون په میاشت کې په لومړي ځل دپکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې خپرونې پیل کړې، اودراډيو مسؤلینو له دوه نیم کاله تېرېدو وروسته وپتيله څو په ښرنه کې هم ددې راډیو یوه څانګه پرانیزې او په دې ډول به یې دښرنې په ګډون شاوخوا سیمو کې هم خلک د خپرونو له اورېدو برخمن شي.
میلمه راډيو اوس مهال دتخميني شمېرې له مخې دیو میلیون په شاوخواکې اورېدونکي لري.