تاند- د پاکستان د طالبانو تحریک ویلي چې که دوی له شریعته پرته بل قانون منلای شوای جنګ به یې نه کاوه.

د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد نن /جمعه/ بي بي سي ته وویل:«موږ د دې لپاره جنګېږو چې اسلامي قانون راولو.»

ده همداراز وویل چې د پاکستان له حکومت سر ه خبرې هم د شریعت د نافذولو لپاره کوي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستاني چارواکو ویلي چې موجوده انګلیسي قانون په هیڅ صورت په شرعي قانون نه شي بدلولی.

د طالبانو ویندوی د پاکستان د حکومت له څلور کسیزې کمېټې سره د خبرو په اړه وویل چې دا خبرې به د قرآن او سنت

مولانا عبدالعزیز
مولانا عبدالعزیز

په سیوري کې وي.

ده د طالبانو له درې کسیز پلاوي څخه د مولانا عبدالعزیر د وتلو په اړه وویل چې نوموړي نه غوښتل چې د پاکستان د اساسي قانون په سیوري کې خبرې وکړي او د ده دا دریځ په ځای دی.

شاهد الله شاهد وویل:«که موږ له قرآن او سنت څخه پرته بل قانون منلای نو هیڅکله به مو وسلې ته لاس نه و وروړی.»

ده دا هم وویل چې پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوی نو باید پر شریعت عمل کول او د شرعي نظام راوستل د چا لپاره ستونزه نه وي.

د شاهد په وینا که له امریکا وغوښتل شي چې شریعت نافد کړي نو دې هیواد ته به بې له شکه چې مشکل وي خو دلته، چې مسلمانان اوسي، باید داسي نه وي.

د شاهد تر څرګندونو مخکې نن د اسلام اباد د لال جومات خطیب مولانا عبدالعزیز، چې ویل کېږي د طالبانو ریښتونی استازی دی، د مرکچي پلاوو د خبرو په اجنډا کې د شریعت د نفاذ د مسلې د ایستل کېدو په اعتراض کې په خبرو کې له ګډونه ووت.

مولانا عبدالعزیز د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، تر څو چې په خبرو کې د شریعت د نفاذ مسله نه وي شامله کړای شوې، په خبرو کې به ګډون ونه کړي.

ده وویل، تر هغو به د پاکستان د حکومت له مرکچي پلاوي سره په خبرو کې ګډون ونه کړي چې ډاډ نه وي ورکړای شوی چې د شریعت پر نفاذ به خبرې کېږي.

مولانا عبدالزیز د حکومت پر ټینګار نیوکه وکړه چې وايي باید خبرې د پاکستان د اساسي قانون په رڼا کې وي.

ده وویل، حکومت د اساسي قانون شرط مطرح کوي خو طالبان دا قانون نه مني، په داسي یو حالت کې خو خبرې نتیجه نه شي ورکولی.

2 thoughts on “پاکستاني طالبان وايي، له شریعته پرته بل قانون نه مني”
  1. او لا مهمه دا ده چې شریعت هماغه دی چې دوی یې مني. طالبانو ته که ووایې چې په دین او قرآن او اسلام خو تر تا د کعبې شریفې امام یا د الازهر شریف پروفیسر ښه پوهېږي، راځه دواړه به شریعت ومنو خو چې هغه یې بیانوي، نو طالب به درته ووایي، نه زما بې سواده په اصطلاح ملا چې څه وایي هماغه د خدای خبره ده. دا د نوې زمانې تفرعن دی. فرعون به ویل زه چې څه وایم دا د خدای خبرې دي. طالب هم عینا او کټ مټ همدا وایي.

  2. سم نظر دی، د پاکستان حکومت باید د پاکستانی طالبانو غوښتنه ومنی دا ځکه پاکستان یو اسلامی هیواد دی او قانون یی غیری اسلامی دی. طالبانو ته پکار ده چی تر هغه خپل ټوپک پر ځمکه کینږدی تر څو یی چی په پاکستان کی اسلامی قانون نه وی جاری کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *