د سیاسي، ټولنیز اوفرهنګي شخصیت، نامتو شاعر اولیکوال ارواښاد اجمل خټک د مړینې د څلورم تلین په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پیغام

له نن څخه څلور کاله وړاندې یعنې د ۱۳۸۸ لمریز کال دسلواغې په ۱۹ مه نېټه لروبرو ولسونو دکلک هوډ او عزم خاوند شاعر ارواښاد اجمل خټک دورپیښې شوې ناروغۍ له کبله له لاسه ورکړ.

                                               اناالله ونا الیه راجعون

ارواښاد اجمل خټک دژوند له پېښو سره ډغرې ووهلې، دعدم تشدد په لارکې جدوجهد وکړ. دشعر په ژبه یې دمحکومو ولسونو د ویښتیا ، دپوهې، پرمختک، فرهنګي ودې او انساني ژوند دجوړولو له پاره هاند اوهڅې وکړې. دهغه په سرکې دټولو انسانانو لپاره دمینې، ورور ولۍ، ننګ ، غیرت اودیوې ښکلې نړۍ تصویر پروت و. په هرلفظ کې یې دبې وسوسلګۍ او اهونه وه او هرګام یې دمحکوم اومهروم ولس دخود ارادیت خپلواکۍ اوسوکاله ژوند لپاره اوچت کړ.

دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت دارواښاد اجمل خټک فرهنګي ټولنیزې او ادبي هڅې ستایې، لیکلي  اثاریې دولسونو دويښتیا په لارکې دیوې بډایه ادبي سرچینې په توګه دارزښت اودرنښت وړبولي.

یوځل بیا دارواښاد دمړینې دڅلورم تلین په مناسبت دارواښاد کورنۍ، خپلوانو اودادب مینه والوته دډاډګیرنې او تسلیت مراتب وړاندی کوي.

باور لرو، چې اجمل خټک به دخپل خلوص له کبله دخپلو ولسونو په زړونوکې ځای ولري او پخپلو دعاګانو کې به یې یاد ساتي.

                            روح دې ښادوي

ډاکترمحمد اکرم خپلواک

د سرحدونو اوقبایلوچارو وزارت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *