په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې دشینوارو یو مخور قومي مشرښاغلی انجینر هوښیار شینواری دالله دوست زوی د زړه ددریدلو له امله د(۴۹)کلونوپه عمرخپل ژوند حق ته وسپارلو، او په ډېر درنښت یې جنازه پخپله  پلرنۍ هدیره دنیازیانو په ولسوالۍ کې خاوروته وسپارل شوه.

اناالله وانا الیه راجعون

ارواښاد د ژوند په اوږدوکې دملي یووالی، سولې اوثبات دټینګښت لپاره هاند او هڅې وکړې،دیوخدمتګار په توګه یې دخپل قام اوولس سره نېکې او حسنه اړیکې وپاللې، یوازنۍ هیله یې همدا وه ، چې ولس یې له نیکمرغه ژوند څخه برخمن شي، چې له همدې امله یې دخپل ولس په زړونوکې ځای درلود اوله پوره درناوي څخه برخمن و.

دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت دارواښاد مړینه په قومي چارو کې یوه لویه ضایعه بولي.

دلوی خدای (ج) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت، کورنۍ، خپلوانو اودشینوارو درانه لوی قوم ته د ډاډګېرنې ترڅنګ دجمیل صبرهیله کوي.

 

                                        روح دې ښاد وي

 

ډاکترمحمد اکرم خپلواک

دسرحدونو اوقبایلو چارو وزیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *