په کندهار کي د شیرزي انستیتوت ادارې د خپلو فعالیتونو په دوام په لومړي ځل د شهید عبدالحد خان کرزي په لیسه کي چي په دوراهي سیمه کي موقعیت لري ۵۰۰ زده کوونکو ته دانګلیسي ژبې د زده کړي اسانتیاوي برابري کړي .
د شیرزي انستیتوت مشر حاجي احمد الله رحمت ددغه څانګې د پر انیستلو په مراسیمو کي وویل چي یاد سوي شمیر زده کوونکي به په وړیا ډول دمجربو ښوونکو لخوا زده کړي تر لاسه کړي .
د ښاغلی رحمت په وینا ۲۰۰ ښځینه زده کوونکي به دسهار لخوا او ۳۰۰ نارینه زده کوونکي به دمازیګر لخوا د انګلیسي ژبي په برخه کي زده کړي وکړي .
دشیرزي انستیتوت اداره چي د تیرو یوولسو کلونو راهیسي په کندهار کي فعالیت لري دامهال ۲۰۰۰ ځوانانو ته چي ۴۰۰ يي ښځي دي د انګلیسي کمپیوټر ژونالیزم او منجمینټ په برخه کي زده کړي ورکوي .
دا اداره د ننګرهار د پخواني والی ګل اغا شیرزي په شخصی مالي مرسته حمایه کیږی.