تاند- د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې د لاسلکېدو غوښتنه وکړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شتاین مایر چې نن سهار په نااعلان شوي سفر مزاشریف ته راغی، ماسپښین کابل ته وخوځېد او د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یې له ولسمشر کرزي سره ولیدل.

ده وویل، جرمني هیله لري چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه به ژر تر ژره لاسلیک شي.

شتاین مایر ټینګار وکړ چې د دې سند لاسلیکېدا په افغانستان کې د نړیوالو له غیرچنګي ماموریت سره مرسته کوي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې د نه لاسلیکېدو په صورت کې ناټو هم حاضره نه ده چې له افغانستان سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له بیارغونې او ودانولو سره د مرستې لپاره د خپل هیواد پر ژمنې ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د تیارو هرکلی وکړ.

د افغانستان ولسمشر جرمني د افغانستان پخوانی دوست وباله او د دغه هیواد له مرستو یې مننه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *