تاند- د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پراساس د وسله والې بلوا پرضد جنګېدونکو افغان امنیتي ځواکونو د هیواد له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي څو په نتیجه کې یې له ۲۰۱۴ وروسته لږ شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د افغانستان د ملي اردو سرتېرو او افسرانو، له دې سره سره چې رسماً په دې اړه د څه ویلو اجازه نه لري، د افغانستان له رسنیو څخه په زغرده په ولسمشر کرزي ږغ کړی له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
د افغانستان د ملي اردو یوه جنرال، چې د کابل له یوه تلویزیون سره په مرکه کې یې داسي غوښتنه کړې وه، تېره میاشت واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته وویل چې د خپلو جګپوړو مشرانو له لوري احتیاط ته ورکړای شو او ګومان کوي چې ژر به رسماً له دفاع وزارته وایستل شي.
ډګروال محمد دوست واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي:«که نړیواله ټولنه له افغانستانه ووځي، په دې کې هیڅ شک نه پاتې کېږي چې طالبان به لاسبري شي.»
د افغانستان د ملي اردو یوه بل افسر عبدالظاهر ورځپاڼې ته وویل:« که امریکایان ووځي، افغانستان به لکه پسه چې په دښته کې لېوانه ته په لاس ورشي، یوازې پاتې شي.»
کرزي د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په امنیتي موافقې سلا کړې وه او وروسته مشورتي لویې جرګې هم تایید کړه خو داسي ښکاري چې ولسمشر کرزی هیله لري د دې موافقې د نه لاسلیکولو له کبله به طالبان له جګړې لاس واخلي.
د افغانستان د ملي اردو افسرانو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا له مرستې پرته به معاش هم څوک ورنه کړای شي، حتي که کانګریس افغان امنیتي ځواکونو ته مالي مرسته تصویب هم کړي، په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو له حضوره پرته ناممکنه وي چې څوک دې د دغو پیسو پر وېشلو څارنه وکړي.
شاعر مطیع اله
دستراتیژیک بلان همدا کړي سودا موبس ده
ددې وطن سره همدا کړي سودا مو بس
……………………………………..
https://www.facebook.com/photo.php?v=584474584961786&set=vb.1410128112551480&type=2&theater