راپور: همت الله –

په مرکز ګردېز کې د ملي حرکت په نوم ټولنې د يوې غونډې په ترڅ کې خپل فعاليت پيل کړ.

د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د دې ټولنې مسوولينو او غړيو وويل، چې د دې ټولنې په مرسته به په يوالي سره  پکتيا د شته فساد مخنيوی کوی او هڅه به وکړي چې د پکتيا په کچه ملي يوالی ټينګ کړي.

د ملي حرکټ ټولنې يو تن غړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، په دغه ټولنه کې د پکتيا ‎‎د بېلا بېلو قبيلو ځوانانو، قومي مخورو ګډون کړی وو، چې په وينايي په راتلوونکي د فساد تر څنګ به ملي يوالي لپاره کار کوي: (( دا لومړی ځل دی چې په دومره زيات شمير کې خلک د ملي يوالي لپاره راټوليږي کله چې ملي يوالي وي فساد به هم څوک ونکړي))

د دې ټولنې يو شمير ګډونوالو وويل، چې پکتيا کې په تېرو شپږو کلنو کې ملي يوالي زيانمن شوی او يو شمير دولتي چارواکي د خپلو شخصي ګټو لپاره قبېلې سره بيله وي، خو وويل د دې ټولنې په جوړيدو سره به د ملي يوالي د زيانمنوکو مخه ونيسي(( که څوک له شخصي ګټو تير شي د هېواد او خلکو په ګټه دي بايد ملي ګټې په نظر کې ونيول شي))

د منګلو د شورا ريس عبدالغفار صديقي چې په دې شورا کې ګډون کړی و، وويل: په ملي يوالي سره د پکتيا ټولې ټولنيزي ګټې خوندي کيږي هغه وايي: (( انشاالله پکتيا په راتلوونکي هغه شان پکتيا وي چې تاريخ په زرينه کرښو ليکل شوی او د دې ډول حرکتونو په جوړيدو سره به تاريخي حثيت خپلوي))

د ملي يوالي غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې په دې ورستيو کې د هېواد په کچه د جمهوري رياست نوماندانو خپل کمپیانونو د يو شمير شوراګانو په مرسته پيل کړي، خو د چارو شننونکي د شوراګانو جوړول که په هره موخه وي د هېواد او سيمې په ګټه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *