۲۵ –
«یو شمېر داسې وګړي شته، چې تل یې هڅه کړې، یوه مشخصه الګو پر خلکو ور تحمیل کړي،
هغوی ماشين غواړي نه انسان.»
هر یو خپله دی
هر څوک په هغه ګام کې دی، چې دغه شېبه یې د خدای تعالی لپاره اخیستلای شي.
هر یو د خپلې اګاهۍ مظهر دی.
هر یو د خپلې اګاهۍ-خوداګاهۍ- په اندازه ګام پورته کوي او یوازې دومره کار کولای شي.
هر یو په خپله پوړۍ کې دی او خدای تعالی ور سره دی.
فرد که ټیټ شي یا چنار قد ودرېږي، خپل خدای لري، همدغه یې ټول حقیقت دی.
هر فرد د حقیقت په اړه معینه اګاهي ده. دغه اګاهي د «حقیقت د اګاهۍ» معین سیوری دی.
هر څوک حقیقت د خپل خیال د کړکۍ له لارې تجربه کوي او د خپلې اګاهۍ په اندازه له حقیقت سره اړیکه نیسي. هر انسان د خپلې انساني اګاهۍ په سطح حقیقت پېژني او د حقیقت پالنه او نمانځنه کوي.
د هر چا فکر او اګاهي د «کامل فکر او اګاهۍ» معین انعکاس دی.
یوازې خدای تعالی کامل او پوره دی او موږ د اګاهۍ د ستر سمندر هغه واړه واړه څاڅکي یو، چې د خپلو له کنترول وتیو نفسانیاتو په جادو کې، «حقیقت پلار» را څخه ورک شو او ځمکنۍ ورځې او شپې ته را ولویدو.
د حقیقت ورک اولادونه
خدای تعالی خبر، زه چېرې او حقیقت چېرې!؟
حقیقت بې زمانه دی، خو زما ذهن او ذهني اګاهي زماني ده.
حقیقت بې نومه دی، نوم زما اګاهۍ-انساني اګاهۍ- ورکړی، ځکه په نوم اخیستلو سره مې بې زمانه او بې نومه حقیقت هیر شوی.
حقیقت شته.
حقیقت ژوندی او حاضر دی.
«هغه» شته! خو ما ورک کړی.
زه نه یم ورک شوی، خو انساني اګاهي، یوازې ذهني نفسانیاتو ته (شهوت، قهر، تړلتیا، طمع او خودپالنې ته) ښکلي او منلي شیان او سړیان پېژني او ومني او همدا یې بتان دي.
څاڅکی مست
زه د حقیقت هیره زمانه یم.
موږ د اګاهۍ یوه څاڅکي، دومره نېشه او خمار کړي یاستو، چې ټوله دنیا، ټول وګړي راته جاهل او نادان برېښي.
موږ ته خپل ذهني-نفسي حقیقت دښمن، جګړه او برخلیک پاڼه جوړه کړې.
زه د بت شوي حقیقت په خاطر تورې وهم.
ما د خټو، لرګو، مسو، برنزو، طلاو، الماسو او
ذهني خدایګوټو- بتانو په خاطر وژنې کړي. قتل د بتپالنې زور ښیي.
د کلام او غږ مسافر ځي او راځي او موږ له زړو زړو بتانو خلاصوي.
اوس خاورین، ډبرین او مسین بتان نه نمانځو؛ خو ذهن ته منلی د حقیقت سیوری، اوس په باور-اخلاقو بدل شوی.
ماشومانو ته په کتو سره، له خاورو او شګو جوړ بتان را ته دروغجن وختل؛ خو اوس بت دننه ولاړ دی.
د حقیقت هماغه اپلاتوني سیوری بت شوی. دغه سیوري ذهن خپل کړی. د حقیقت سیوری باور شوی، اخلاق د هغه مړه وینا ده.
د کابل سیند ته «څمڅه مست» وایي؛ خو دغه سیند زما لپاره خپله هینداره ده. زه د اګاهۍ په یوه قدیمي څاڅکي مست شوی یم او دنیا په خپلو چیغو وژنم:
«ما حقیقت راوړی. زه د حقیقت سوداګر یم. زه حقیقت را استولی یم…
لږ له ما آزاد شئ!
نور په بله!