افغانستان ته د دوه ميليون ټنه غنمو له وارداتوسره دغه هېواد لا هم په کلني ډول درې نيم میليون ټنه غنمو ته اړتيا لري.

د افغانستان د پانګونې اداره وايي، په کرنيز سکتور کې ایله څلور سلنه پانګونه شوې چې د یو کرنيز ملک په توګه د ۸۰ سلنه خلکو روزي او روزګار ورپورې تړلی دی.

د افغانستان د ٨٠ سلنه وګړو ژوند له کرنې او مالدارۍ سره تړلی دی، چې د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد د ملي عوايدو ٣٠ سلنه له کرنېزو محصولاتو ترلاسه کېږي.

له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (آيسا) مسوولين وايي؛ په افغانستان کې تر ټولو په مهم سکتور کرنه او مالدارۍ کې د نورې پانګونې څخه ایله څلور سلنه پانګونه شوې ده.

د يادې ادارې وياند روح الله عشرت له محور سره په خبرو کې وويل، د کرنې په برخه کې په تېرو ۱۲ کلونو کې خصوصي سکتور۴۰۰ ميليونه ډالر پانګونه کړې ده، چې  د نورې هغه په پرتله کمه ده: ((د مالدارۍ، کب روزنې، فارم، حبوباتو او ميوو د روزنې او د هغو د توليد په برخه کې دا پانګونه شوې ده.))

د آيسا مسوولين وايي، که له وړاندې په دې برخه کې منظمه پانګونه شوې وای، اوس به هم خلکو ته د کار پراخه زمينه برابره وه او هم به توليد لوړ شوی وو.

دی وايي، ايسا اداره له هغو پانګوالو پوره ملاتړ کوي، چې د کرنې په برخه کې کار پيلوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، په تېرو ۱۲ کلونو کې په دې برخه کې پانګونه نده شوې او د اړتیا په اندازه دې سکتور ته کم پام شوی.

د ښاغلي الکوزي په وينا افغانستان هر کال ۳،۵ ميليونه ټنه غنمو او اوړو ته اړتيا لري، چې کابو ۴۰ سلنه يې په کور د ننه توليديږي: ((هر کال دوه ميليونه ټنه غنم او اوړه له قزاقستان، ايران او پاکستان څخه واردېږي.))

د ښاغلي الکوزي په وينا، اړتيا ده، چې لوی کانالونه او بندونه ورغېږي، څو زياته ځمکه خړوبه کړای شي او د حاصلاتو کچه لوړه شي: ((ددې ترڅنګ چې د هېواد اړتياوې به پوره شي، بهرنيو هېوادونو ته هم د غنمو او وريجو صادرات کولای شو.))

د زراعت د برخې متخصص احمد فريد قيومي وايي، په تېرو ۱۲ کلونو کې تر سره شوي کارونه خورا ټيټ دي او بنسټيزې پروژې نه دي پلې شوې.

ښاغلی قیومي وایي، د کروندګرو په نوم شوې ډېرې مرستې ضایع شوې دي: ((کرنيزو محصولاتوته مارکېټ ندی پيدا شوی، اوبه  ندي مديريت شوې، بزګران ندي روزل شوي او په ټوله کې کرنيز سيستم سره د پام وړ برخورد ونشو.))

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کرنې وزارت نظر هم واخلو، خو له هڅو سره، سره یې د نظر په اخستو بريالي نشوو.

د کرنې وزير مياشت دمخه ويلي وو، چې هر کال په هېواد کې د غنمو د توليد کچه لوړېږي او سږ کال د وريجو، بادامو، انګورو او پنبې د توليد کچه د تېر کال په پرتله دوه برابره شوې ده: ((درې کاله وړاندې په هېواد کې د باغونو کچه ٧٥ زره هکټاره وه، خو اوس  ١٢١زرو هکتارو ته لوړه شوې ده. د کرنيزې برخې د پياوړتيا په موخه د کرنې وجهي صندوق جوړ شوى، چې تر اوسه له دې لارې ٧٩ ميليونونه ډالر ترلاسه شوي، چې ۴۰ ميليون ډالره بزګرانو او کوپراتيفونو ته ورکړل شوې دي.))

د کرنې وزارت مسوولين وايي، د هېواد د نورو برخو ترڅنګ د کرنې په برخه کې هم بايد د خصوصي سکتور له خوا پانګونې ته پام شوی وای، خو د هېواد په ځينو سيمو کې د برېښنا، سړکونو او نورو بنسټونو د نشتوالي له امله خصوصي سکټور په دې برخه کې لازمه پانګونه نده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *