پخوا به چې چا وویل د افغانستان ملت بې پروا  دی، شخصاً په ما به ډیر بده تمامېده او داسې فکر به مې کاوه چې دا بدبختان موږ ته سپکاوی کوي. دغه موضوع مې په پیل کې لدې کبله یاده کړه چې واقعاً له هر اړخیزه ملامتیو پړه چې تل د وخت په حکومتونو او واکمنو اچول کېږي دا ملت هم پدې برخه کې پړ دی کنه، ولې یې تل هره دوده او نادوده په ځان زغملي، آیا د نورو ملتونو په شان دوي هم کله واکمن په منطقي او سوله ییز ډول دېته اړ کړي چې خپلې غوښتنې پرې ومني که یوازې د زور او د تاوتریخوالي حل لاره یې زده ده، پدې کې شک نشته چې حکومتونو تل په ملت خپلې غوښتنې منلي او لاهمدغه چاره دوام لري، ځکه په افغانستان کې دا معمولا ګرځیدلی چې حکومتونو څه غوښتي هغه کړي، خو ملت تر یوه وخت پرې سر ټیټ اچولی، تر یوه وخته یې دا حالت زغملی او بالاخره پردیو او د هغوی لاسپوڅو له همدې موقع استفاده کړې، د ملت او دولت ترمېنځ پیدا شوی درز نور هم شلولی او  د ملت له همدې غوسې نه په استفادې نظامونه مخکې لدې چې پخوالي ته ورسېږي پرې چپه کړي او خپلو اهدافو ته یې ځان پرې رسولي.

مشکل همدغه دی چې نه ملت په منطقي او سوله ییز ډول خپلې غوښتنې په حکومتونو منلي او نه هم د وخت نظامونه ددې هڅه کړي چې ملت د ځان تابع وګرځوي یعنې د خدماتو له لارې یې د ځان احسان مند کړي او خپل پایښت ته په نورماله توګه دوام ورکړي.

د بېلګې په توګه لرې نه ځو د تېرې لویې جرګې پرمهال یوه وړه موضوع یادوو. حکومت ‍د لویې جرګې د امنیت ټينګولو لپاره ټولې لارې تړلې وې او جرګه هم د ښار په زړه کې وه، چې خلک ښه ورسره پتنګ شول. خلک پرته لدې چې حکومت په منطقي او مدني لاره ستونزې ته متوجه ترڅو حد اقل یوه  لاره ورته خلاصه کړي یا جرګه په بل ځای کې جوړه کړي. ډيره برخه په کور ناست وو، یا یې پیاده ځان خپل کارو زوګار ته رساوه. خو کله چې ورته ووایې چې حکومت ټولې لارې تړلې هر ډول ستونزې یې راته پیدا کړي، راځئ د بیدارو ملتونو په شان لاریون وکړو، په حکومت فشار راوړو او پرته لدې چې ځان نور هم له نظامه لرې کړو یا په زړونو کې ورسره کینه پیدا کړو یوه حل لاره ومومو، خو په والله که لس کسه هم راټول کړې، او بیا  کله چې  په ښاري موټر یا بل ځای کې څو تنه سره راټولېږي بیا یو حکومت ملامتوي، بل خلک او دریم کارشناسانه نظرونه ورکوي چې دا پیسې چې دې دلته په  امنیت نیولو لګولې دا واخله چېرته له ښاره لرې پرې د لویې جرګه خیمه جوړه کړه او خلکو ته ستونزې مه جوړوه او بل هم په ډيره ناهیلۍ او له دا ډول خبرو ستړي هېڅ نه وایي، بالاخره نه مو درد دوا شو او نه مو هم حکومت دېته متوجه کړ چې دا کار دې غلط دی، حکومت هم داسې فکر ونه کړ چې خلکو غږ پورته نکړ نو مشکل نشته بل وخت هم باید جرګه پدا ډول جوړه شي خلک یې زغمي مشکل نشته، څو ورځې به ورته رخصت اعلان کړو، هغه رخصتي چې تر میاشتو یې د قیمتونو د لوړېدو اغېزې پاتې وي.

زه فکر کوم افغان ولس هېڅ کله هم د وخت نظامونه په سوله ییز او مدني ډول ندي پوهولي چې څه راسره کوي ناسم دي، بلکې تر یوه وخت یې دا ډول نادودې زغملي، زړونه یې له کینو ډک او د غچ اخستو لپاره  یې له نظامونه سره لارې بېلې کړي، د سرکشۍ لاره یې نیولي، بهرني ملاتړ کوونکي یې پیدا کړي او د نظام د راپرځولو لپاره  یې مټې رانغاړلې دي.

د نړۍ هوښیار ملتونه بیا داسې نه کوي؛ نه مشکل زغمي، نه دولت داسې کارونو ته پریږدي چې دوی ته سرخوږی پیدا کړي او نه نظامونه ړنګوي،  بلکې سوله ییزې او مدني لارې غوره کوي، په جرئت ټول راوځي خپل حق له مدني او منطقي لارې لاسته راوړي، تل حکومتونه تر خپل کنټرول لاندې ساتي همدا ده چې له هېڅ ستونزې سره نه مخامخ کېږي او حتی په لویو انقلابونو او بدلونو کې د چا پوزه هم نه وینې کیږي.

خو نن هغه خبره منم چې افغان ملت بې پروا  دی، بې غوره دی او تل د احساساتو پر بنسټ پریکړې کوي او پردیو ته ښه بهانه په لاس ورکوي چې دا ملت تر اوسه د یوه باثباته او د خلکو په اعتماد ولاړ حکومت نشي ساتلی او بیا هغوی پدې تشه کې خپل آسان زغلوي.

بالاخره په پاي کې دې نتیجې ته رسېږو چې د نظامونو د پایښت او له ستونزو څخه د ملت د خلاصون لار زور او سرکشي نده، بلکې داسې لارې چارې شته چې افغانان کولای شي هغه لارې خپلې کړي، څو یې له مخې په نظامونو خپلې غوښتنې ومني او پدې هېواد کې یو پایداره نظام د یوه بیداره ملت تر څار لاندې جوړ شي. ځکه دا ملت دی چې حکومتونه پرې چلېږي. که ملت نه وي یو ولسمشر او څو چارواکي به څه وکړي، نه نظام ترې جوړېږي او نه یې څوک په رسمیت پېژني.

دارنګه حکومت هم مسئوول دی چې له خلکو خپل چلند تر سرحده ونه رسوي چې د هغوی د ناهیلۍ او بالاخره سرکشۍ لامل شي، بلکې په ځای یې باید هر کار داسې پلان جوړ کړي چې هم ملت ورنه خوښ واؤسي او هم دولت د خلکو په زړونو کې پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *