اریانا ایام په کابل کې زېږدلې ده، او په هندۍ سینما کې یې دheartless  هارټلس فلم له لارې خپل هنري سفر پیل کړ.

دغه فلم د روان کال د فبروري پر ۷ مه نېټه خپور شو، چې د مشهوره ټلویزوني کامیډین شیکر سومن په لارښودنه جوړ شوی او دا یې لومړی فلم دی.

1په فلم کې د شیکر سومن زوی ادییان سومن چې وړاندې یې هم په هندي فلمونو کې کار کړی مرکزي رول لوبوي.

د اریانا پلار ایام الدین ایام یو سوداګر او مور یې بلقیس ایام یوه نرسه ده.

نوموړې یو کلنه وه چې کورنۍ یې له افغانستان څخه نیویارک ته لاړه، اریانا هلته ښوونځی ختم کړ او په باریرکلیف کالج کې یې ګرافیک ډیزاین ولوست.

1تر لیسانس وروسته یې په نیویارک کې د ګرافیک ډیزاینر په حیث کار پیل کړ، په همدې وخت کې یې د خپل دوست ادییان سومن لپاره یو لنډ اعلاني فلم کې کار وکړ.

د هارټلس ډایرکټر له ډېره وخته د خپل فلم لپاره د یوې ښځینه لوبغاړي په لټه کې و، او د دې لنډ اعلاني فلم تر لیدو وروسته یې اریانا په خپل فلم کې ونیوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *