عبدالرشید هاوند :

ګران لوستونکي به د حکیم ابوالقاسم فردوسي نوم چې د غزنوي سلطان محمود د دربارمشهورعالم، ادیب اوشاعر ؤ اوریدلی وي نوموړي د فارسي ژبي یو پرتمین منظوم اثرچې په کلتوري ادبي اوتاریخي لحاظ زیات اهمیت لري د شاهنامي په نامه لیکلی.

فردوسي په داسي وخت اوحالاتو کي ژوند کاوه چې عربو د خپلې سلطې د دوران کلتوري تأثیرات مسلط کړي و ، په هغه وخت کې دا دود و چې لیکوالانو او شاعرانو به خپل آثارپه عربي اویا داسي یوه ملي ژبه لیکل چې کلمات اولغات به یی اکثره عربي وه . ولې پوهانولیکوالانو او شاعرانوحتی حکمرانانو د خپلواکۍ غوښتني د روحیي په اثر پر دې وضعي ځورېدل او په دې فکرکې وه چې څنګه خپله ژبه د پردی وله رواج اوتأثیراتوڅخه آزاده کړي؟ په همدې دلیل یی ودربارونو ته مخه کړه چې هم د حاکمانو  توجه  ملي وجیبي ته راوګرزوي اوهم د خپل شخصي ژوندانه د ستونزو دپاره مرستي وځانونوته را جلب کړي .

فردوسي هم د دې مفکورې په پیروي لومړی د درباره سره دشاهنامي په لیکلوکې مشوره وکړه او د هغوی د تایید او تشویق وعده یی حاصله کړه بیایی د شاهنامي په لیکلو دیرش کاله د ستونزو ډک زحمت وګالۍ څو د پنځوسو زروبیتونو څخه زیات دغه پرتمین اثرتخلیق کړ .

فردوسي د آریایانود زرو کلوپخوا فولکلوریکي حماسې کیسې اونکلونه راټول کړه او په سوچه خوندورفارسي شعرباندي یی واړول.

د فردوسي شاهنامه د نړۍ په مهموژبوژباړل سوې ده ولي موږ یی په پښتوژبه کې ژباړه نه درلوده اودا ځکه چې زموږاکثره لوستي پښتانه دا اثرد ځان اوخپل هیوادنه باله داڅه چې حتی ویلوته یی لازړه نه ښه کاوه .

خو په پښتو د شاهنامې ژباړه ځکه ضروري وه چې هغوی باید دا اثردخپل هیواد کلتوري میراث وګڼي او د خپل تیرتاریخ د ویاړونو اود کلتوري یرغلګرو له عزایموڅخه باخبره واوسي .

ډاکټرصالح محمدزیری زموږد هیواد وتلئ اوژمن لیکوال دا پرتمین اثر د محبوبي کاشاني د منثوري شاهنامي څخه چې په ۱۳۸۲ش کال یی له نظم څخه نثرته اړولي وه په پښتو وژباړه او اوس همدا پښتوشاهنامه په ۶۳۳ صفحوکې په ښه صحافت چاپ سویده . د کتاب په آخره کې د ډاکټرصاحب لنډه پیژندنه د ده دعکس اوچاپ سووآثارو لست سره یوځای راغلي دي .

ډاکټرصاحب دفردوسي د شاهنامي همدغه پښتوژباړه وخپلي مور، خپلو شهیدې میرمني، لوراوزوی اود هیواد ټولوشهیدانو ته ډالۍ کړې ده . محترم مطیع الله روهیال د کندهاروتلی صحاف اولیکوال یی کمپیوټري کمپوزاوډیزاین ترسره کړی اودعلامه رشادبابا دخپرندویه ټولني د مشرپه حیث یی یادداښت هم پرلیکلی دی . دا ژباړه دعنوانونو یو اوږد فهرست لري چې ترهغه وروسته ډاکټرصاحب د یوي مفصلي څړنیزي سریزي په وسیله شاهنامه معرفي کړیده اودکلتوري یرغلګروهغه دلایل اومنطق یی بابیزه بللي دي چې دکلونوپه هاخوایی ددي اثرد لوټوني دپاره ویلي اولیکلي وه . زه تاسو ددغه پرتمین اثر ویلوته رابولم ترڅو په دې برخه کې ستاسوعلمي تنده ماته سي .

One thought on “د«فردوسي شاهنامه» پښتو منثوره ژباړه تازه چاپ سوه”
  1. ژبارونكي ته كوروداني او پشتنو ته مباركي وايم انشا الله چي داژبه به ورخ تربلي غني كيژي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *