د راتلونکو ټولټاکنو په هکله هره ورځ تازه لیکنې خپریږي چې ډیر ښه په زړه پوري او ګټور معلومات په کې موجود وی. د نورو په څیر زه هم دغه راز مطالب په خورا شوق لولم. دا یو روڼ حقیقت دی چې راتلونکۍ ټولټاکنې زمونږ د ولس او د هیواد لپاره خورا مهمې دي، هر افغان باید په ټاکنو کې برخه واخلي، خپله رایه وکاروي او په دي ډول خپله ملی، دینی او اخلاقی دنده ترسره کړي. ټاکنې د ولسواکې لپاره حیاتي ارزښت لري او ولسواکې یواځي په شعار نه بلکه ولس باید خپل نمایندګان او راتلونکی ولسمشر د خپلو رایو له لاري وټاکي. کچیرې په افغانستان کی ولسواکې غواړو باید ټاکنې په کامیابي سره ترسره شي تر څو دغه جمهوري نظام وده وکړي. د ټاکنو په کامیابولو نی د دولت ترڅنګ ولس هم ځینی مسؤلیتونه لری او هغه په ټاکنو کی ونډه اخستل او د اهل کاندید ته رایه ورکوی دي.
زمونږ ډیري وطنوال له ټاکنو سره یا آشنایي نلري او یا په ټاکنو باور نلري او یا د خپلې رایي له توان څخه ناخبره دي. همدا علت ؤ چې په تیرو ټاکنو کې لږ شمیر وطنوالو برخه واخسته خو آیا د رایي نه ورکول د حل لار ده؟ ځواب منفی دی، کچیری ولس خپله رایه ونه کاروي بیا د بدلون امید هم باید ونلري. په ټوله نړی کی د ولس رایې د ملتونو سرنوشت ټاکي او د ټاکنو په نتیجه کې په نوموړو هیوادونو کي سیاسي بدلون منځ ته راځي چې د ولس د ارادی ممثل وی.
په تیرو ټاکنو کې چې په افغانستان کی ترسره شوی ځیني وطنوالو په خاص ډول پښتنوپه کښی پوره او سرتاسري ونډه نه درلوده. آیا دا په دی معنی نه ده چی ګواکی پښتانه په رایو باور نلری او یا د ولسواکۍ په اهمیت نه پوهیږي، پښتنو د تاریخ په اوږدو کې خپل مشران همیشه د جرګو او رایو له لاری ټاکلي. اساسي علت چی پښتنو رایه ونه کاروله، په پښتنې سیمو کې د امنیت نه ټینګښت ؤ. دولتي ادارې باید په دې برخه کی رښتینې و اوسی او باید له قومي مشرانو او مخورو سره تماسونه ټینګ کړې ترڅو په پښتني ولایاتو کی ټاکنې ترسره شي.
په ټاکنو کې برخه نه اخستل او یا له ټاکنو څخه انکاري کیدل کامیابي نه بلکه سیاسي ماته ده چې له دي څخه سیاسي حریفان ګټه پورته کوي او تیری ټاکنې ددې خبرۍ ښکاره ثبوت دی. دا یو حقیقت دی چې په تیرو ټاکنو کې د پښتنو په پرتله هزاره، ازبکو او تاجکو ډیره ونډه درلوده او ددی خبري یو ثبوت د هیواد پارلماني ټاکنې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې دی چې پښتنو رایه ورنکړای شوه او هغه چوکۍ چې باید د دوی مشرانو ګټلې وای د مربوطه ولایاتو اقلیتونو وګټلې. زه تعصب نلرم او افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور ګنم او د ټولو ګډ کور دی خو کچیری یو قوم رایه ورنکړي هغه بیا د ګیلۍ حق هم نلری. هغه که اکثریت هم وی په اقلیت بدلیږي ځکه چې خپل هغه حق چې خدای تعالی او د هیواد اساسي قانون ورکړي د خپل ځان لپاره نه کاروي. باید په یاد ولرو چې قومونه یواځی په چیغو او سورو خپل تقدیر نشي بدلوی بلکه ددي لپاره عملي ګامونه اوچتول په کار دي. کچیرې ولس رایه ورنکړي بیا خپل د خوښي نمایندګان نشي ټاکلی او د خپل ولس لپاره هغه کارونه چې باید سرته ورسیږي نشي ترسره کولای. خپل وطن او ولس ته د خدمت یواځینی لار په نظام کی ګډون دی او مشروعیت ترلاسه کول دي او هغه د ټاکنو له لاری د خپلو کاندیدانو د بریالي کولو له لاری ممکن دي. په نظام کې نه ګډون پښتانه بی برخی کوي او دا د مخالفینو اجندا ده چې نه غواړی پښتانه د نظام برخه وګرځي او باید د دغه راز پلانونو مخنیوی وشي.
نه پوهیږم چی طالبان ولې د ټاکنو مخالف دي او یواځې پښتتانه نه پریږدي چې رایه ورکړي هغه هم د پردیو په لمسون ولو که هغه ایران او یا پاکستان دی. زه د کوم سیاسي ګوند ملاتړ نه کوم خو باید ښه ته ښه او بد ته بد وویل شي. طالبانو او اسلامي حزب د پښتون قوم لپاره ډیر څه کړي او کوي یي، د هغوی د کورونو د ویجاړولو لپاره یی زمینه برابره کړي، د هغوی د اولادو پر مخ یی د ښونځیو درواځی وتړلی، او هغه با استعداده ځوانان چی په عام المنفعه پروژو کی یی د انجینر، ډاکتر، معلم یا کارګر په صفت کار کولو او کوی یي، ووژل او وژني یي، او د روغتونو او د سړکونو د جوړیدو مخه یی نیسي او ددوی د غیر مسؤلانه کړنو له وجې په پښتني سیمو کې خصوصي سکتور هیڅ راز پانګونه نه کړی او نه یي کوي.
کچیری زیر شو نو په پښتني ولایاتو کې د پرمختګ ډیر لږ کارونه شوی او ددي کار کریډت دغو دواړو خواؤ ته ورکول کیږی. راتلونکي نسلونه یی د بی سوادی ځانګو ته وغورځول او دا هم ددوي برکت ؤ چې پښتون ولس په تیرو ټاکنو کې له خپل ولایتونو څخه نه ولایتي شورا او نه هم ولسي جرګې ته خپل کاندیدان کامیاب کړای شول او د نا امنیو له وجې د دوی عام المنفعه پروژی چې باید په پښتني سیمو کی پلي شوي وای نورو ولایتونو ته انتقال شوي. ددوی د دغو کړنو له امله زمونږ پښتون ولس نه جبرانیدونکې ضربې ولیدې چې ضرر به یي راتلونکي نسلونه ویني او هغه وخت به اوبه له وړخه تیري وي ځکه چې زمونږ نسل به بي سواده وی، تعلیمي ادارې به مو ویجاړې وی، نه به روغتون وی او نه سړک .
طالبان د پردیو په خوله زمونږ ښونځي تړي او هغه پردي بیا د خپلو ولسونو لپاره هوسایي او ترقی غواړي. زمونږ حلالو ته حرام او خپلو حرامو ته حلال وایی. د ګاونډیو ملایان په خپل ملک کی ناامنی د قانون او شریعت خلاف او په افغانستان کې یې روا بولي. هغوی خپله پا ټاکنو کې برخه اخلي خو برعکس زمونږ نظام کفری او د ولس رایي بي ارزښته ګني. کچیري طالبانو سیاسي دریځ غوره کړای وي نو نن به یي د ولس په زړونو کي ځای درلود. د ولس رایي د ټوپک په زور او د ځانمرګو له لاري نه بلکه ولس ته د اسانتیاؤ د برابرولو له لارۍ ګټل کیدای شي. دا یو روڼ حقیقت دی چې واک د ولس د رایو لاری ګټل کیدای شی او طالبان هم باید دا حقیقت ومني. دوی باید د خپل نظام د مشروعیت لپاره ولس ته مخه کړي او د رایو په ګټلو مشروعیت ترلاسه کړی. د ټاکنو مخنیوي په اصل کی له د ولس د حق د غصب کولو په معنا ده، طالبان باید له ولسه د هغوی د رایي ورکولوحق وانخلي او هغوی ته اجازه ورکړي چی د رایي د کارولو او نه کارلو تصمیم پخپله ونیسي.
زما ددی لیکنی هدف یواځی دادی چی په راتونکو ټاکنو کې زمونږ ټول ولس او په خاصه توګه پښتانه پوره ونډه واخلي او د خپلۍ خوښۍ او اهل کاندید ته رایه ورکړي ترڅو وکولای شي د هیواد او د هیواد والو حق ادا کړي.