تاند- د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د شنبې په ورځ د مسقط د سلطنتي اوپرا د موزیک په تالار کې (Royal Opera House of Muscat) افغاني موسیقي اجرا کوي.
دا به د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې لومړی ځل وي چې د افغان نجونو او هلکانو یوه لویه ارکسترا د خپل هیواد غني موسیقي په لوړه سویه په عمان کې وړاندې کوي.
تر دې مخکې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت هنرمندانو په امریکا او یو شمېر نورو هیوادونو کې موسیقي اجرا کړې چې له خورا تود هرکلي سره مخامخ شوي دي.
د مسقط د موسیقۍ د سلطنتي اوپرا تالار په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې تر ټولو معتبر هنري مرکز ګڼل کېږي. له دې کبله باور کېږي چې افغان هنرمندانو ته به په دې معتبر هال کې کنسرت روحیه ورکړي.
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت ارکستر د تېر کال په فبرورۍ کې امریکا ته سفر کړی و او په نیویارک کې یې د امریکا تر ټولو په ستر او مهم تالار (کینډي سنټر) کې موسیقي اجرا کړې وه.
افغان هنرمندان به له عماني هنرمندانو سره په ګډه هم موسیقي اجرا کړي او په دې توګه به د عمان له هنرمندانو سره له نژدې وپېژني.
دا کنسرت په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د حضور او رول سمبول بلل کېږي او نړیوالو ته دا پیغام استوي چې افغانان یوازې هغه خلک نه دي چې جګړې کوي بلکې د هنر خاوندان دي او د هنر او ادب ځلاند تاریخ لري.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت ډاکتر احمد سرمست تاسیس کړی او د پوهنې د وزارت تر سیوري لاندې فعالیت کوي. دا انستیتیوت په افغانستان کې د موسیقۍ د زده کړې تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي.