سرکاري دفتر ته زما د تګ لاره د قمبر څلورلارې د کډوالو په کمپ تېره ده، نن سهار دفتري موټر نه و راغلی، زه هم په مزه مزه د لارې د څنډو په دیدنونو موړ شوم. په کابل کې چې هوا سړه شي، ليني موټر په سختۍ موندل کېږي، نو ځکه خو ډېری خلک له پاس قرغې قمبر څلورلارې ته په پښو راروان وو. کارګر، معلم، شاګرد، دوکاندار او مامور ټولو د خسپوشو مخ ته د وزګارو ټوکمارانو د دنيا لنډه ننداره کوله او له یو سل سوالونو سره تېرېدل.

دلته د نریو دېوالونو بې نظمه کوټې د وزګار پښتانه په خېلخانه ډکې دي، هر یوه یې په لسو کلونو کې اته اولادونه زېږولي او د ملګرو ملتونو خیرات او د افغان توليدي کمپنيو تېر وخته جوسو ته یې کتار درولي وي.

د پنډغالي په بامونو د خېمو زاړه ترپالونه خواره دي، د بختور سړي له کوره به د بخارۍ دود وځي او یا به د خوړو ګرمولو لپاره نغری لګوي.

په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه ده، خو د شدیدو اړمنو په منځ کې د کار د لېوالتيا کچه په بې ساري ډول ټيټه ده. د قمبر پنډغالي د پيتاوي مخه د سړک لور ته خلاصه ده، ګڼ مټور ځوانان د دوکان او خټين جومات مخې ته په سپېره ډاګ ناست وي، د مارغانو قفسونه یې کتار کړي وي او د ټوکو ټکالو زوږ یې د هرلاروي پام ورګرځوي.

په پاخه سړک  پښې لوڅي ماشومان د ژمي په سخته یخنۍ کې په نريو جامو کې له هر موټر او لاروي سره شل متره د خیرات په پار ځغاسته کوي. له کله چې د قمبر پنډغالی جوړ شوی په کابل کې د سوالګرو کچه لوړه شوې ده، ډېرې داسې میرمنې به وګورې چې په سخته یخنۍ کې پلې د ښار ختيځې څنډې ته د تورخم موټرو تم ځای ته ورځي او له مسافرو پیسې غواړي.

د پنډغالي شاته فرعي لاره وتلې ده، تش لاسي سوالګر سهار مهال په فرعي لاره له خټين پنډغالي وځي د زړو جامو له پنډوکي او سودا سره ماښام په لویه دروازه خپلې مېنې ته په ستړې ساه راننوځي.

کله چې دلته د لټۍ پيتاوي ته دېره وزګار نارينه او په خیرات پسې لالهانده  ښځې او ماشومان یې ګورې نو د نورستان ( پخواني کافرستان) یوه پېړۍ مخکينی ژوند دې سترګو ته درېږي، چې په مورچلو کې  ناست نارينه به خواریکښو مېرمنو په ګېډو ساتل خو بیا هم نارينه باداران او ښځې وينځې وې.

څو کاله وړاندې د هلمند یوې لرې پرتې ولسوالۍ ته تللی وم، شپږ پرلپسې ورځې مې د نصواري جامو او ارتو لمنو ګڼ ځوانان ليدل، چې کرکان به یې په غولي خوشي کړي وو او د جومات مخ ته به یې جنګول. هغو خلکو په پزه مچ نه پرېښود او پسې غوړيدلي غرور یې له نیستۍ سره هېڅ څنګ نه لګاوه.

یوې لویديځوالې خبریالې کرستينالمب په خپلو یادښتونو کې د افغانستان د کليوالې لټۍ او ناکاره مټورو همدا یو تصوير موندلی چې وايي: ((‌پيتاوي ته به یې ډډه وهلې وي او د وړې قیچي په نړیو ښاځونو به د پزې د ننه وېښتان غوڅوي)).

د افغانستان د سیاست او سرکاري لوړو ځوړو په اړه تر ګردو تاوده بحثونه د وزګارو کليوالو په بانډار ځايونو کې ترسره کېږي. دوی به هر څوک ملامتوي، خو همدا شېبه به د ځان په اړه قضاوت نکوي، چې ولې یې له روزګاره په ځوانه ځوانۍ تقاعد اخستی دی.

که جنګ د غربت او کډوالۍ سبب دی منم، خو چې له جګړې ژوندی و وځې او بیا دې خپله لټي وژني، فکر کوم د هېڅ کډوال لپاره د توجيح وړ نه ګڼل کېږي. غريبي او د بې کورۍ خواري یوې خواته خو د کاري ځواک لټي او له غیر مشروع لارو تغذیه هغه څه دي، چې سوکه سوکه د ټولنې په اخلاقو بدلېږي. استراحت طلبه انسانان د ګدایۍ په څېر ناوړه حرفو ته پراختيا ورکوي او سالمه ټولنه ننګوي.

په افغانستان کې اته لکه کاري ځواک بوختيا ته اړتيا لري، خو دا ارزونه د هغه نفوس په هکله ده، چې د کار لپاره یې یو یا څو ځله مراجعه کړې. د قمبر پنډغالي ۹۵ سلنه اوسېدونکي هغه کسان دي، چې د هلمند په کليو او پټيو کې یې روزګار موندلای شوای، د دوی اکثرو ته طالبان یوه بهانه شول او کلي یې پرېښودل، دوی چېرته په چارسو او د کارموندنې په ميدان ندي ليدل شوي.

د قمبر پنډغالي استوګنو مطلق اکثریت یې فکر کوي، چې د دوی له خوا اشغال شوې ځمکه به دولت د مجبورۍ له مخې په دوی ووېشي او دا یې د خاموشې بېکارۍ د څلورو لسيزو محصول دی. په خامو اميدونو کې د مټورو کليوالو دغسې سخت او ترينګلی ژوند د هغه پوروړي کوچي کیسه تکراروي، چې له دوکانداره به یې غله اخسته او د پور خلاصون لپاره یې دلارې په سر هغو ازغیو ته اړولي ‌و، چې د کوچيانو د رمو وړۍ به پکې بندېدې. اخر داسې یو تصور ته سړی څنګه حيران نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *