د زبل مرستیال او سرپرست والي محمدجان رسولیار رسنیو ته دخبرو پرمهال وویل چي تراوسه پوري ددې ولایت په اوه ولسوالیو کې قاضیان اوڅارنوالان نشته  او دنوموړي په خبره څو څله يې داړوندوچارواکوسره خبري کړي ترڅو په اړوندو ولسوالیو کې خپلي څانګي پرانیزي خو تردامهاله پوري داکار ندی شوی.

ښاغلی رسولیار وايي چي دخاکي افغان څخه پرته يې په ټولو ولسوالیو کې امنیت دډاډ وړدی اوهلته ددوی ملکي او نظامي چارواکي خپلې دندې پرمخ وړي.

پرهمدې مهال ددې ولایت یوشمیر اوسیدونکي په ولسوالیو کې دعدلي او قضايي ارګانونو نشتوالي دخلګ پرمخ یوه لویه ستونزه بولي، دوی وايي چي ډیری وخت دوی دخپلو ستونزو دحل کولو دپاره دمرکز کلات ښار ته راځي او دولت باید په ټولو ولسوالیو کې عدلي او قضايي ارګانونه فعال کړي.

خو ددې ولایت داستیناف څارنوالۍ ریس ښاغلي عبدالغفار دتلیفون پرکښه یاده ستونزه مني او زیاتوي چي دناامنیو او دمعاش دکموالي لکبله ددوی کارکوونکي زړه نه ښه کوي چي په لیرو پرتو ولسوالیو کې دندې پرمخ یوسي.

زابل دافغانستان په سهیل کې پروت غرنی ولایت دی چي دګاونډی هیواد پاکستان سره ۶۴ کیلومتره ګډه پوله لري ، دمرکز کلات ترڅنګ ۱۰ ولسوالی لري چي خاکي افغان يې دتیرو ۶ کلونو راپدېخوا ددولت دوسله والو مخالیفینو ترولکه لاندي ده.

احمدولي سرحدي
دزابل درسنيو خپلواک مرکز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *