په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو د ماین جوړونې یوه لویه ډیپو کشف او لمنځه یوړل شوه .
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په بډه ګک سیمه کې تېره شپه امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې له یوه کور څخه د وسله والو مخالفینو د ماین جوړونې یوه لویه ډیپو کشف او لمنځه یوړل شوه .
همدا راز په یادو ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو یو ډاډسن ډوله موټر او پنځه موټر سایکلونه،چې دوی ترې د یادو ماینونو په انتقال کولو کې ګټه اخیسته هم لمنځه وړل شوي،چې یو تن وسله وال طالب هم د یادو عملیاتو پر مهال ژوندی نیول شوی دی .
د یو بل خبر له مخې،تېره شپه د مرکز میدان ښار په ممي خیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې یو وسله وال طالب یې له یو میل پیکا او نورو مهماتو سره یو ځای ژوندی نیولی دی .
په ورته وخت کې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار او چک ولسوالۍ کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې یو میل ماشینه،دوه میله تفنګچې،یوه بوشکه چاودېدونکې توکې او درې حلقې د وسایطو ضد ماینونه کشف او ترلاسه کړي دي
په درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند