تاند- له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د امنیتي موافقې پر سر له میاشتو میاشتو بې نتیجو خبرو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو پرېکړه کړې چې نور به له ښاغلي کرزي سره په دې باره کې خبرې نه کوي.
د وال ستریت ژورنال امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې امریکايي چارواکو پتېیلې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته انتظار وکړي او له راتلونکي ولسمشر سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د دوشنبې په ګڼه کې له خپور شوي راپور سره سم، امریکا د امنیتي موافقې د لاسلیکدو لپاره له ولسمشر کرزي څخه لاس مینځلي دي او دې نتیجې ته رسېدلې چې باید د اپریل د پنځمې نېټې /حمل ۱۶مه/ انتخاباتو ته انتظار وکړي.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي:«که دی (کرزی) نه غواړي چې دا مسله حل کړي، موږ باید له ده تېر شو، دا یو حقیقت دی چې کرزی نه غواړي چې امنیتي موافقه لاسلیک کړي او دا هم حقیقت دی چې کرزی د افغانانو د غوښتنو استازیتوب نه کوي.»
د اوباما حکومت پخوا هیله لرله چې له افغانستان سره به امنیتي موافقه د ۲۰۱۳ کال تر پایه لاسلیک کړای شي خو اوس چې د افغانستان د ولسمشر د کار دوره مخ په ختمېدو ده، هیله لري چې له نوي ولسمشر سره به امنیتي موافقه لاسلیک کړای شي.
د روانې میاشتې په پیل کې د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وویل چې کرزی احتمالاً نه غواړي چې امنیتي موافقه لاسلیک کړي او داسي ښکاري چې پرېکړه یې کړې چې دا مسله راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي.
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور پراساس د پنتاګون د پلان له مسودې سره سم امریکا غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې ۱۵ زره پوځیان پرېږدي. خو دا کار یوازې هغه وخت کولی شي چې له افغانستان سره یې امنیتي موافقه لاسلیک کړې وي.