تاند- د پېښور په شمع سینما کې نن په درو پر له پسې چاودنو کې لږترلږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل دي.

د ژغورونکو په وینا په پر له پسې چارودنو کې ۲۲ وژل شوي او ۲۴ ټپیان شوي دي خو د روغتون ډاکترانو د ۱۶ تنو وژل کېدا تایید کړې ده.

د چاودنو په مهال په سینما کې ۵۰ تنو موجود ول.

ډاکترانو اندېښنه ښودلې چې ممکن د تلفاتو شمېر تر دې واوړي ځکه چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

پولیسو چاودنې تایید کړي خو د هغو د څرنګوالي په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

چاودنې هغه مهال وشوې چې نندارچیانو فلم کوت. د پېښې ټپیان لیډي ریډینګ روغتون ته وړل شوي دي.

ویل کېږي چې شمع سینما د عوامي نشنل ګوند د یوه مشر حاجي بلور ده.

تېره اوونۍ هم د پېښور په یوه سینما کې چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې یې یو شمېر نندارچیان مړه او ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ