تاند- په کابل کې له ډېرو کلونو وروسته د ګوزڼ یا پولیو په ناروغۍ د لومړنۍ ماشومې له تشخیص کېدو وروسته د ماشومانو د ګوزڼ پرضد د واکسیناسیون کمپاین پیل شو.
له دې سره په یووخت چې په کابل کې له ۲۰۰۱ وروسته د پولیو لومړنۍ پېښه ثبت شوه، هند د لومړي ځل لپاره په خپله خاوره کې د دې ناروغۍ د کاملې محوې جشن ولمانځه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوی کنشکا بکتاش نن وویل چې د کابل په ختیځه برخه کې په یوه درې کلنه نجلۍ کې د ګوزڼ ناروغي تشخیص شوه. د ده په وینا دا په کابل کې د دې ناروغۍ لومړنی کېس دی.
د بکتاش په وینا دا ماشومه د خپلې کورنۍ له لوري د درملنې لپاره پاکستان ته وړل شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویندوی همداراز وویل چې وزارت یې په کابل کې د ماشومانو د ګوزڼ پرضد واکسیناسیون پیل کړی دی.
اوس په نړۍ کې یوازې په افغانستان، پاکستان او نایجریا کې دا ناروغي لا شته. په وروستیو لسو کلونو کې د پر له پسې واکسیناسیونونو له برکته په افغانستان کې دا ناروغي خورا زیاته کمه شوې ده خو لا هم په ځینو ناکرارو ولایتونو کې، چې واکسینران نه شي ورتلای، د ماشومانو ګوزڼ لیدل کېږي.
ویل کېږي تر څو چې په یوه هیواد کې دا ناروغي کاملاً ختمه شوې نه وي په پولیو یوازې څو تنه اخته کسان کافي دي چې دا ناروغي په درست هیواد کې خپره کړي.