Thesis + Anti-thesis = Synthesis
ستونزه + غبرګون = د حل لاره [روغه جوړه، سوله]
جورج ویلهیم فریډریچ هیګل یو جرمنی عالم دی چې په کال ۱۷۷۰ په جرمنی کې زیږیدلی دی او همدارنګه په سیاسي ډګر کې هم یو لوړ او عالی مقام لری.
هیګل د انسانانو د ژوند د پیل تاریخچه حتي تر نن ورځې پورې په ډیر ښکلی او په زړه پوری ډول کښلې ده چې زه غواړم دلته په اسانۍ سره د هیګل د فورمولې او نظریې سره سم د افغانستان اوسنی حالت واضح او د اوسني حالت څخه د ژغورنې لپاره یو خورا ساده وړاندیز وکړم.
هیګل وایي چې هر کله د ټولنی یوه طبقه د یو لړ اندونو سره راپورته شی او غواړی د همدغو اندونو له لیارې خپلو ځانګړو موخو ته ځان ورسوي نو د یوې بلې طبقې له لوري چې خپلې موخې او اندونه لري د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږي. د دواړو طبقو اندونه او موخې یو د بله سره توپیر لري. تګلارې یې مختلفې دي او هره یوه غواړي خپلو خپلو هدفونو ته ځان ورسوي…یعنی قدرت او چوکۍ.
نو اوس راځئ چې لومړۍ طبقه د ستونزې په نوم ونوموو او دوهمه طبقه د غبرګون او بلاخره اړتیا پیدا کیږی دریمې طبقې ته چې هغه ده د حل لاره.
د حل لاره باید داسی وی چې بی طرفه وی. باید یوه عادلانه او سالمه او داسی یوه پریکړه وکړی چې دواړو ته پکې ګټه ورسیږی او نه تاوان. د حل لاره باید د دواړو ډلو موخو او غوښتنو ته درناوی ولری. د حل لاره باید د دواړو ډلو د اختلافاتونو د منځه وړلو کوښښ وکړی او هغه خنډونه چې د دغو دوو ډلو د سولی په لار کې پراته دي لیری او پاک کړی. په اصل کې د حل لاره باید د دواړو ډلو یا طبقو د غوښتنو، موخو او ارزوګانو او هیلو د یو ځای کیدو څخه منځته راشی، معنی دا چې د حل لاره کومه بله مخالفه ډله نده بلکی د دغو دوو ډلو سوله، روغه، جوړه او پخلاینه ده. دا هغه مرحله ده چېرته چې دواړه ډلی سره په اتفاق او یو ځای کیږی.
نو اوس راځۍ دغه فورموله د افغانستان د سولی اوسني حالت سره پرتله کړو.
تصور وکړی چې لومړۍ ډله طالبان دي او دوهمه ډله افغان حکومت، امریکا او نور لویدیځیان دي. لومړۍ ډله د خپلو موخو او هیلو د لاسته راوړلو لپاره له کلونو راهیسی د افغان حکومت او امریکا سره په جګړه کې ښکیله ده او همدارنګه دوهمه ډله هم د لومړۍ ډلی په شان د خپلو موخو او هدفونو لپاره د لومړۍ ډلی په شان له کلونو راهیسی جنګیږی. جګړه د لومړۍ او دوهمی ډلی تر منځه روانه ده. دا چې څومره ملکي او مالي تاوانونه دواړه ډلو ته اوښتی دابه یی پریږدو.
د لومړۍ ډلی — طالبان — او دوهمی ډلي — افغان حکومت او امریکا — موخي، غوښتني، فکرونه او پالیسیانی او پروګرامونه ډیر توپیر سره لری. دواړه ډلي د داسی نظام غوښتونکي دي چې د یو بل سره ډیر فرق لری. فکرآ د دواړو ډلو د مخالفتونو لاملونه ډیر ژور دي. دواړه د یو بل حتی شتون هم نشی زغملای او داسی نور ډیر توپیرونه وجود لری د دواړو ډلو تر منځ.
نو اوس دلته چې څه ورک دي هغه دریمه ډله ده — یعنی د حل لاره. لکه څنګه چې مخکې زکر شول دریمه ډله د دوړاو ډلو هغه مرحله او پړاو دی په کوم کې چې سوله او روغه جوړه د دوی تر منځه راتلای شی.
دا باید په ډاګه سره ومنو چې جګړه او جنګ هیڅکله هم د سولی باعث نشی ګرځیدلی، ځکه چې د جګړی موخه ګټنه وی او کله چې موخه د لاسته راوړلو د امکان څخه بهر وی نو سوله خو یی بیا پریږده. سوله ځکه د جګړی له لیاری نشی منځته راتلای چې په جګړه کې موخه د یو د بل ماتول وی نو سوله د چا سره کوی. یوه ډله او یا هم یو شخص د جګړی او زور له لیاری نشی کولی مخالفه ډله یا مخالف شخص سولی ته راکش کړی. سوله د ټوپک او زور زیږنده نه ده. بلکی لکه څنګه چې ننی عصر او زمان د خبرو او اترو زمان دی، نو سوله د خبرو، منطق، ډیپلوماسۍ، حوصلی، او یو بل د خبرو میز ته د رابللو د لاری څخه راتلای شی.
نو خلاصه دا چې په افغانستان کې سوله هغه مهال منځته راتلای شی چې هم لومړۍ ډله — طالبان — او هم دوهمه ډله — افغان حکومت او امریکا — د دریمی ډلی — د حل لاره یعنی سوله، روغه او توافق — د لاسته راوړلو لپاره هڅه وکړی او چټک ګامونه پورته کړی.
لومړۍ ډله باید که پوه نه وی نو پوه شی چې هغه له الفه تر ی غوښتني، موخي، هیلي او ارزوګاني چې یی لری په پوره ډول یی لاسته نشی راوړلی او همدارنګه دوهمه ډله یعنی افغان حکومت او غربیان هم باید په دی پوی شی چې ټولي موخي، غوښتني او هیلي چې یی لری په بشپړ ډول یی لاسته نشی راوړلی. دواړه ډلی باید پوی شی چې د خپلی خوښی نظامونه په بشپړ ډول نشی جوړولی بلکی دواړه ډلی باید سره یو ځای شی تر څو داسی یو نظام جوړ کړی چې د دواړو خوښي او فکرونه پکې خوندی کړای شوی وی.
دواړه ډلی هم باید خپلي ځینی موخي او هدفونه له لاسه ورکړی او هم په عین حال کې لاسته یی راوړی. دوړاه ډلي د موخو له مخی هم ګټوونکي او هم بایلوونکي دي. دواړه ډلی باید پخپلو کې سره کینی او خپل شرطونه وړاندی کړی چې دا شرطونه اصلآ د دوی موخي او هدفونه دي.
په پای کې په هغه څه چې زه شخصآ زیات تاکید کوم هغه دا دی چې د دواړو خواوو شرطونه او موخې باید منطقی او داسی وي چې د هیواد ګټې په کې خوندی پاتی شوی وی. او بلاخره زما په اند چې دا به په افغانستان او سیمه کې د سولی یوه بهترینه لاره وی په شرط د دی چې د دواړو خواوو او ډلو موخه سوله وی او نه جنګ [ګتنه].
د سوکاله افغانستان په هیله
طارق جهان