د تابوتونو مخې ته امریکان را غونډ وه شور او غوغوا یې خپره کړې وه لکه سم چې امریکا کې یوو او دا غمیزه په امریکا کې رامنځ ته شوې وي ،هره یوه د خپل ملګري په ویر نارې او چغې کولې،زه هم د ماری د تابوت خوا ته نژې شوم له سترګو نه مې اوښکې روانې شوې  خو چغې مې نه وهلې ځان مې د ماریا په  مرګ غمجن ګاڼه ملګری میوند مې خواته را نژدې شو

 میوند وویل: (مړه امریکایان دي اوښکې ته تویوې څه د افغانستان سرتېري خو نه دي).

په غمجنه وینا مې ورته وویل: زه د امریکایانو په مرګ خپه نه یم بلکې د ماري په مرګ ډېر خپه یم.

    میوند بیا هم هماغه خبره کوله ویې ویل: (هغه څوک وه خو یوه امریکایي به و نو؟).

 ورته مې وویل: هو،ماریا امریکایي وه خو افغانه امریکایي وه له پخوا نه افغانسان څخه امریکا ته له کورنۍ سره تللې وه خو اوس افغانستان ته د عسکرۍ په چوپړ را غلې وه.

میوند وویل: (نو ستا یې په ماریا څه ؟).

د میوند هره خبره راباندې بده لږېده  په قهرجنه لهجه مې وویل:

ولې هغه زما ژوند وه هغه زما مینه وه)هر څه راته بېګانه ښکارېده دې سره زما د اوسېدو خونې په لور روان شوو ور مې نه شو خلاصولای غم په سر اخیستای وم خو ور مې خلاص کړ کوټه مې تیاره وه برېېښنا مې رڼا کړه په کټ اوږد وغځېدم ژوند راته ستړی او ستومانه ښکارېده د ماري له مرګ سره لکه ټوله نړۍ چې له ما  نه تللې وي او ټوله نړۍ خپه وي  په غوږونو کې مې انګازي وې هغې چاودنې مې په غوږو کې د چاودنو غږونه کول، ما ته مخامخ میوند هم په کټ اوږد وغځېد خو په هغه يې دومره اغېزه نه وکړې د میوند سر پورې ګړۍ ژر ژر ګرځېده په ګړۍ باندې طبیعت کوم اثر نه درلود.

له لږ ځنډ نه وروسته میوند وویل:

 (الیاسه!ماري څوک وه،چې تا وویل هغه زما ژوند وه هغه زما مینه وه چې دومره یې په غم غمجن یې؟).

د اسوېلي په اېستلو سره مې وره وویل:

(کله چې زما دنده  د ژباړونکي په توکه په بګرام ومنل شو زه د ماري تر لاس لاندې په دنده وګمارل شوم ماري د پنځوس تنو ستیرو او یو ژباړونکي مشره(قوماندانه) وه دبګرام په هوایي ډګر کې د څو ورځو تمکېدو نه وروسته زمونږ سربېره زیات شمېر  امریکایي سرتېري د میدان ښار ولایتي بز ته د تلو امر وشو کله چې ټول ستيري چمتو شول د شپې لس بجې زمونږ د تګ وخت وټاکل شو لس بجې ټول سرتېري چمتو شول ما ته دا لومړۍ نظامي دنده وه ټول موټرو ته وختل ماري ما ته وکتل ویې ویل:

(الیاس موټر ته وخېژه).

موټر ته پورته شوم ماري هم را وخته دروازې په خپل سري ډول بند شول زه له هر څه سره نا اشنا وم له ټوپک سره نظامي دندې سره جګړې سره او بل داچې مونږ سرتېري وو او میدان ښار یو ډېر خطرناکه سیمه وه ټول وېرېدو خو ما خپل ځان ماري ته ډېر زړور ښوده ګاډی ډېر ښکلی وه په هر څه سمبال وه له مرکز بګرام سره هم په مخامخ ډول سره په اړیکه کې وو.

له رسېدو وروسته ځای په ځای شولو.

 د ماري کوټه هم ما ته مخامخ وه له ماري سره مې ښه پېژنګلوي وشوه یوه ورځ سره ناست وو دوه په دوه هغې وویل:

(زه په اصل کې افغانه یم پلار راته ویلي چې د همدې ولایت مرکز اوسېدونې یوو له پخوا نه مونږ امریکا ته تللي یو د امریکا په پوځ کې دنده سرته رسوم دوه وروڼه او دوه خویندې یوو له کورنۍ  سره مې ډېره مینه لرم  هغوی هم له ما سره مینه لري).

میاشتې تېرې شوې دنده ښه تېره ده په هر لوري ګزمې ته تللو زه لږ وېرېدم ځکه چې زه د جلریز ولسوالۍ اوسېدونکی ومه چې څوک مې ونه پېژني،څه موده وروسته مو بیا د زړه خواله سره وکړه ماري په زړه نازړه او شوخ انداز سره وویل:

(الیاسه واده دې کړې ده او کنه). ډېر حیران شوم له پخوا نه ما غوښتل چې دا پوښتنه له ماري څخه وکړم له لږ سوچ نه وروسته مې ورته وویل:

ماري جاني نه واده مې نه دی کړئ.

ماري بیا وویل:

(کوژده خو به دې شوې وي؟)

ورته مې ژر وویل: (نه ماري! کوژده مې نه ده کړې ګورو به چې قسمت او نصیب څه کوي).

دې  سره دواړه غلي شولو ګړۍ ته مې پام شو چې د شپې یوولس بجې وي فضا ډېره هوسا وه شور ماشور نه وه،ماري زیاته کړه :

(الیاسه زه غواړم چې له تاسره واده وکړم ته څه نظر لرې؟).

ما ناببره ورته وویل: ولې نه ما خو له پخوانه غوښتل چې دا موضوع در سره شریکه کړم خو ښه شوه چې تا وویل.

ماري د کالیو په بکس کې لاس ښوراوه په غمجنه څېره یې وویل:

 (دا انځور زمونږ د کورنۍ ده). ټول یې ښه را وپېژندل ښه  کورنۍ ښکارېده په ټولو کې ماري ښکلې ښکارېده انځور مې ور څخه وغوښت  ماري هم نه ونه ویل را یې کړ. مودې تېرې شوې له ماري سره مې ډېرې ګزمې وکړې د میدان ښا ر په ډېرو سیمو کې وګرځېدلو د ماري یوه میاشت دنده پاتې وه چې دنده یې پای ته ورسېږي.دوه ورځې مخ کې د نرخ ولسوالۍ له ولسوال او خلکو سره مو ناسته درلوده د تېر په څېر بیا هم څو پوځي ګاډي روان شولو ما او ماري بیا هم سره په یوه ګاډي کې یو ځای شولو په لاره کې وېرېدم موټر ډېر په ښه ډول سره یو په بل پسې روان وه مارې راته خبرې کولې خو زما پام نه وه ځکه دلته چاودنې او جګړې زیاتې وې،ملکي موټرو له مونږ څخه ډډه کوله ولسوالۍ ته ورسېدو د ولسوالۍ په ودانۍ کې مو ناسته پیل شوه ولسوالۍ د غره خواته نژدې پرته وه هوا ښکلې وه فصلونه ټول شنه وه په پټیو کې ښځې او نارینه وو مالونه څرول اسمان شین وه لمر ښه تود وه غنمو نوي وږي ښه ښکارېدل ناست کسانو په ځیر ځیر کتل ماري را ته وویل:

(الیاسه افغانستان مې ډېر خوښېږي افغانانو سره مې مینه ډېره زیاته ده د افغانانو خدمت زما دنده ده په دې وخت کې ماري ډېره ښکلې شوې وه تورې غټې سترګې له ونې لوړه دنګه وېښتانو رنګ تور وه په لاس یې د افغانستان بیرغ رنګه ګړۍ وه همدارنګه یې په غاړه د افغانستان بیرغ ټیکری وه ماري د امریکایانو په استازيتوب خبرې وکړي په لږ ګوډه ماته پښتو سره یې له ټولو نه مننه وکړه غونډه پای ته ورسېده،په ترتیب سره ګاډي روان شول دا ځل ما او ماري بېل شولو ځکه چې ماري ماته ویلي وه چې څلورم ټانګ کې سپورشم په لاره روان وو د ده افغانانو سیمې ته په رسېدوو ټانګونو له یو بل نه یو څه ښه واټن ونیوه ځکه چې امریکایې څارګرو یو څه معلومات تر لاسه کړي وه چې وسلوال په ټانګونو حمله کوي خو سم څرګند نه وه زړه مې ډېر وېرېده د مخې ټانګ تم شو یو څه څار یې وکړ خو څه یې ونه موند بیا روان شو ماري په درېیم ټانګ کې وه لومړی دویم ټانګونه سره په وار تېر شول د ماري ټانګ پولچک ته په ورسېدو سره ورو شو ټانګ مخ ته وروسته لاړ ټانګ بیا روان شو د پولچک نه په تېرېدو سره یو درز او ور پسې لمبه شوه سیمه دوړو ونیوه سرتېرو د هر ټانګ نه ډزې پیل کړې هره خوا ته ډزې ګېدې خو وسلوالو ډزې ونه کړې له لږ ځنډ نه وروسته ګرد ورک شو د ټانګ ټوټې په شاو خوا کې پرتې وې چاودنه ډېره زوروره وه زمونږ ټانګ هم یو څه زیانمن شو له ټانګ نه کښته شولو د ټانګ ټول  سرتېري وژل شوي وه ټانک یو څه سوځېدلی وه سرتېري سم نه پېژندل کېدل په څو دقیقو کې جېټ الوتکې او څرخې الوتکې را ورسېدې څرخیو ډزې پیل کړل سړک تړل شوې وه دوه څرخي الوتکې په چټکۍ سره کېښناستې جسدونه مو ور پورته کړل د میدان ښار هډې ته یې یوړل فضا ډېره وېرونکې وه له هرې خوا نه وېرېدو په کرار کرار خپل ځای ته ورسېدو وخت نژدي ماښام وه ډېر ستومانه وم، شپه نیمه بیا د چاودنې د سیمې په لور روان شو بیا هم هغه چاودنه مې په ذهن کې وه ټول په وېره کې و سیمې ته ورسېدوځینې پاتې شوي شیانو پسې ګرځېدو شپه تېره شوه ملایانو اذانونه وکړل تیاره په ختمېدو وه رڼا خپره شوه ستومانه وم دا مې لومړی ځل وه چې له ماري نه پرته دنده سرته رسوم خو مرغیو سندرې پیل کړي مرغیو ځان ته پاچاهي درلوده په هر خوا شګنم خور وه ښه بوی یې لږېده  زه هم په پلټلو بوخت وم نور مونږ ته د تلو امر وشو په دې وخت زما پښه په یو څیز ولګېد پښو ته مې وکتل عسکري بوټ وه را پورته مې کړ دروند وه په وینو وه ګرد په پروت وه د انسان پښه په کې وه پښه مې ورڅخه راوېسته چې ښځینه وه په نوکانو یې رنګ وه ورته ښه مې وکتل چې د ماري پښه وه چې دا رنګ یې تېره ورځ په نوکانو کېښودل د ټانګ خواته راغلم ټانګونو کرار کرار روان شول څارګرو ویل کومه خبره نشته خو بیا هم ډاډه نه وه خپل ځای ته ورسېدو،بیا هم د تېر په څېر ستومانه خونې ته ستون شوم د ماري څېره مې ذهن کې ډول ډول انځورونه جوړول خوب نه را ته یو وخت مې په خوب کې له ماري سره خبرې کولې پخپل غږ ویښ شوم په سوچ کې وم چې د الوتکو غږونه شول بهر راووتم چې لمر لا هسک وه مازیګر ته یو څه وخت وه  شور ماشور وه ټول سرتېري له تابوتونو څخه را تاو وه سرتېري غمجن وه  په تابوونو د امریکا بیرغ خپور وه په هرتابوت دهر سرتېري انځور وه، شیبه وروسته الوتکې کېناستې پوځي مراسم تر سره شول له مراسمو وروسته تابوتونه یو په بل پسې الوتکو ته پور ته شول د ماري جنازه د ټولو نه وروسته پورته شوه د الوتکې دروازه بنده شوه الوتکه په کرار کرارد اسمان په لوري پورته شوه الوتکه د کابل په لوري روانه شوه ترڅو چې ښکارېده ما ورته کتل الوتکه ورکه شوه لاړه سر مې وګرځېد کېښناستم لاسونه مې سر ته ونیول.

پای

لیکوال:امېد کمالزی (سهاک)

میدان ښار،افغانستان

2 thoughts on “ماري (لنډه کیسه) امېد کمالزی”
  1. که دا لنډه کیسه انګریزی ته ترجمه شول ډېره د شرم خبره به وی. ځکه چی په کی د افغانانو خودخواهی او له نورو نفرت له ورایه ښکاری. ژباړن له امریکایانو سره دنده لري خو په مرګ یی نه خپه کیږی. زه پوهیږم چی هر څوک به دلیل لری چی له یو چانه یی بد راځی یا ور نه نفرت کوی. خو په ادبیاتو کی باید داسی برملا نه شی ځکه دا افغانانو ته بد نوم ورکوی

  2. ،د لنډې کیسې په اړه باید ووایم چې په ادبیاتو کې کوم ډول چاپړوسي نه وي چې مونږ دې د بهرنیانو ستاینه دې وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *