د افغانستان ملي اسلامي محاذ
فرهنګي کمېټه
مطبوعاتي اعلاميه
نېټه : ٢٢ /١١/١٣٩٢
د هېواد ستر روحاني او جهادي رهبر او د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر پيرسيداحمدګيلاني د ډاکټراشرف غني احمدزي له نوماندى څخه خپل ملاتړ اعلانوي .
د ١٣٩٣ کال د جمهوري رياست دټاکنو د بهير په هکله د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د مشرتابه او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين مسؤلينوپه هغه ناسته کي چي دجناب پيرصاحب په کورکي دهمدوى په مشرئ ترسره شوه ، له ډاکټراشرف غني احمدزي سربيره پکي دهغه لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيددوستم دوهم مرستيال سروردانش،سيدمنصور نادري،ډاکټر انورالحق احدي،محمدحنيف اتمر،محمدصديق پتمن اوځيني نوروسياست والوحضور درلود د هيواد روان سياسي حالات په پوره غور او دقت سره وڅېړل شول په افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو د لامؤثريت لپاره چې په نتيجه کي يي يو عادل اسلامي نظام استقرار پيداکړي ، سوله او امنيت تامين او ثبات را منځ ته شي ،له اوږدو او ګټورو بحثونو وروسته پريکړه وکړه چې په راتلونکو ټاکنوکې په ګډه او پوره هماهنګۍ کار کوي .
د افغانستان ملي اسلامي محاذ ډاکټر اشرف غني احمدزى د هيواد د زعامت لپاره وړ شخص بولي او خپل ملاتړ ترې اعلانوي.
د هيواد ستر روحاني،جهادي رهبر اود افغانستان ملي اسلامي محاذ مشر خپلو پيروانو او د محاذ غړو ته لارښوونه کوي چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي ، او د افغانستان له شريف او مجاهد ولس څخه غوښته کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه پيمانه ونډه واخلي او ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي .
ومن الله التوفيق