د کندهار ولایت مطبوعاتي خبرپاڼه
نيټه ٢٣.١١.١٣٩٢
کندهار افغانستان- افغان ملي اردو د تېرو څلور ويشت ساعتونو په اوږدو کي د چاڼيزو عملياتو پر مهال د څلورو تنو وسلوالو مخالفينو د وژلو او شپږو تنو د نيولو تر څنګ ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.
ياد چاڼيز عمليات چي د کندهار د ميوند او پنجوايي ولسواليو تر څنګ د زابل ولايت په ځينو سيمو کي تر سره سوي پر مهال يې ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، يو ميل پيکا، ١٠٠ فيره د پيکا مرمۍ، ٣٥٠ فيره د کلاشينکوف مرمۍ، ٥٠ فيره د دهشکې مرمۍ، دوه فيره د راکټ مرمۍ، ٤ کړۍ ماينونه ، ٢٠ دانې د ماين کانچې او ٧ دانې لاسي بمونه نيول سوي.
نوموړي عمليات چي د راتلونکو ټولټاکنو پر مهال د امنيت ټينګولو په موخه تر سره سوي په ترڅ کي يې د افغان ملي اردو د ځواکونو له خوا څلور تنه وسلوال مخالفين وژل سوي او تر څنګ يې له نيول سوو وسلو او چاودېدونکو توکو سره د تړاو په تور شپږ تنه وسلوال نيول سوي هم دي.
افغان ملي امنيتي ځواکونه په خپل ټول وس او توان هڅه کوي چي د کندهار ښار تر څنګ په ليرو پرتو ولسواليو کي هم خلک په خلاص مټ او سوله ييزه فضا کي د ټولټاکنو په پروسه کي برخه واخلي.