تاند- پېښور ښار ته څېرمه د وسله والو په حمله کې نن /چهارشنبه/ د امن کمېټې د مشر په شمول ۹ تنه ووژل شول.
دا برید، چې د بډه بېرې په سیمه کې وشو، په دوو ورځو کې دوهمه خونړۍ حمله ده.
پرون د پېښور په شمع سینما کې بمي چاودنو په لسګونو تنه مړه او ژوبل کړل.
پولیس وايي چې نامعلوم وسله وال پېښور ښار ته نژدې د بډه بېرې په ماشوخېل کلي کې د امن کمېټې د مشر اسرار الله حجرې ته له دېوالونو ورواوښتل، لومړی یې لاسي بمونه وغورځول او بیا یې په حجره کې پر موجودو کسانو ډزې وکړې.
د ډزو او لاسي بمونو د حملې په نتیجه کې د سیمې د امن لښکر د مشر اسرار الله په شمول د ده د کورنۍ ۹ غړي ووژل شول.
د پېښې شاهدانو پولیسو ته ویلي چې د حمله کوونکو شمېر د ۱۵ او ۲۰ کسانو ترمنځ و چې وروسته ټول روغ رمټ وتښتېدل.