تاند- په انګلنډ(انګلستان) او ویلز کې د کرکټ د اتلوانو په سیالیو(چمپینز ترافي) کې انګلنډ او نیوزیلنډ په اې ګروپ کې سره مخامخ شول چې په نتیجه کې یې انګلنډ مقابلې لوبډلې ته په لسو منډو ماتې ورکړه.
له نیوزیلنډ څخه د مسابقې ګټلو انګلنډ د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته ورساوه.
دا مسابقه، چې په کاردیف ښار کې وشوه، د باران د اورېدو له کبله ناوخته پیل شوه او د پنځوسو اورونو په ځای هر ټیم ته ۲۴ اورونه ورکړای شول.
پچه نیوزیلنډ وګټله خو انګلنډ ته یې د لوبې(بیټنګ) کولو بلنه ورکړه. انګلنډ په ۲۳ اور او ۳ توپونو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.
نیوزیلنډ په ۲۴ اورونو کې د اتو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۵۹ منډې جوړې کړای شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *