سرچینه: بي بي سي
د هندستان له یوه کلي نه رتن کمار، زر میله واټن وهلو وروسته دهلي کي د بي بي سي دفتر ته رسیدلی ، ځکه هغه باور لاره چي د بي بي سي لخوا یې د لکونو روپو لاټرۍ ګټلې.
رتن کمار مالبسوي چي ۴۱ کاله عمر لري دا مهال بې روزګاره دی. هغه شاوخوا دوه کاله وړاندي د مبایل له لاري د لاټرۍ ګټلو په عنوان د پېغامونو په دام کښېوت.
د رتن په وینا هغه مهال ده او ځینو نورو ملګرو ته یې هم دا ډول پېغامونه لیږل سوي وه مګر هغوي ټولو ډیلټ او هیر کړه .
خو رتن له تېر ایستونکو سره په اړیکه کي وو ، خپل بانکي حساب په اړه یې پوره معلومات ورته لیږلي وه.
هغه په تیرو دوو کلونو کي څو ځله د جعل کارانو سره خبري کړي او د لاټرۍ د پیسو غوښتنه یې ترې کړې .
تېره میاشت رتن د ( اړیسه) نومي سیمي د یوه کلي څخه شاوخوا ۱۷۰۰ کیلو مټره سفر وکړ او له پوره هیلي سره د بي بي سي دهلي دفتر ته رسیدلی .
د دې سفر لپاره هغه له خپلو ملګرو پیسې قرض کړې، د بي بي سي دهلي دفتر ته تر رسیدو وړاندي هغه ټوله شپه د ریل ګاډۍ په تمځای کي تېره کړې وه.
رتن وايي : ټلیفون کوونکو ورته ویلي چي دوی د بي بي سي د لاټرۍ د برخي کارکوونکي دي ، ((هغوي په خورا ښه توګه خبري کولې، د یو زیات شمېر روپو د لیږلو ژمنه یې وکړه، مګر و یې ویل چي لومړی باید دوی ته ۱۲،۰۰۰ هندۍ کلداري و لیږم څو پیسې آر بي ای اکاونټ ته و لیږلاسي)).
رتن بي بي سي ته ویلي: ټلیفون کوونکو به تل په خورا، خواخوږۍ خبري کولې او ویل به یې که هندستان ته درغلم، حتماً سره وینو.
د تېر کال په نومبر میاشت کي رتن له هغوی سره خبري کړي . په وینا یې (هغوی ته مي وویل چي، زما مور مړه سوې نو هغوی راته وویل چي ایا د ګټلي لاټرۍ لیږل سوي چیک یې تر لاسه کړ؟).
رتن وايي چي کله هغوی د چیک خبره وکړه نو ما یې په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د بي بي سي دفتر ته د تګ پرېکړه وکړه.
درتن په خبره چي ده ته به له برتانیا څخه ټلیفونونه را تله.
د سایبر قانونپوه (پون دګل) وايي چي دې ډول شمېرو ته (ماسک) شمېره ویل کیږي داشمېرې له ویبپاڼي اخستل کیږي، له دې لاري هر ډول شمېره تر لاسه کولای سي چي د لندن، نیویارک، پاریس او یا هم د دهلي د شمېرو غوندي ښکاري.
د دهلي اوسیدونکي د تاکتیکي چارو کار پوه (پرشاتو) په نظر دا ډول پېغامونه په چټکۍ خپریدونکي او خطرناکه دی ، تېر ایستونکي د باور تر لاسه کولو لپاره د بي بي سي او کولا کولا غوندي د نومونو نه ګټه پورته کوي.
هغه وايي : څرګنده ده چي د کوچنیو کوچنیو ښارونو او کلیو زیاتره اوسیدنکي ډیره زده کړه نه لري او ډيری یې له انټرنیټ او دا ډول تاکتیکونو او تیر ایستونو سره نابلده دي .
په ډیلي کي د بي بي سي خبریاله وايي: ما چي د رتن راکړي شمېرې ته زنګ وواهه د (سکاټ سمت) په نوم یو کس ټلیفون پورته کړ، ویل په برتانیه کي اوسیږي خو دخپلي دندي له ښودلو یې ډډه وکړه.
خبریاله زیاتوي : چي ورته و مي ویل زه له بي بي سي خبري کوم ، هغه بیخي چپ سو . د ټلیفون له قطع کولو وړاندي یې وویل چي :(( بوخت یم اوس درسره خبري نسم کولای، زه پولیسو ته ستا په اړه معلومات ورکوم ، ستا درک معلوموم، زه فکر نه کوم چي ته به له بي بي سي ږغېږې، که راته روښانه سي نو په حکومت به دي و نیسم))
د بي بي سي خبریاله وايي: زه نه پوهیږم چي رتن به مي په دې اړه قانع کړي وي کنه ؟ چي ، د بي بي سي د لاټرۍ په نوم ورته ټلیفون کوونکی یو تېراستونکی وو.
رتن وايي: ما کله هم احساس نکړه چي زه تېر ایستل کیږم، د هغوی سره خبرو راته خوند را کاوه .
رتن وايي که هغوی ورته پیسې نه ورکوي نو فشار ورباندي نه راوړی ، ځکه دا د هغوي خپلي پیسې دي .