تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او ترکیې مشران نن د ترکیې په بلنه د دغه هیواد په استانبول کې درې اړخیزه غونډه وکړي.
په دې سرمشریزه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل او د پاکستان صدراعظم نوازشریف په افغانستان کې د سولې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو پرلارو چارو وږغېږي.
دا غونډه په داسي حال کې جوړېږي چې په پاکستان کې د نوازشریف د حکومت له واک ته رسېدو راوروسته په وروستیو ورځو کې د دوو هیوادونو اړیکې یو ځل بیا خړپړ شوي دي. د پاکستان له لوري د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د درنو وسلو ډزې بیا پیل شوي او د دوو هیوادونو د سیاسي سلاکارانو له لوري نیوکې پر یو بل ډېرې شوې دي.
د استانبول د سرمشریزې په پای کې به د درو هیوادونو مشران ګډه اعلامیه هم خپره کړي.
پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ برخه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې د دغه هیواد دولتي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې سوله به پر پاکستان هم مثبت اغېز ولري.
تر دې مخکې افغان چارواکو د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلی کړی و او ویلي یې و چې په پاکستان کې سوله پر افغانستان مثبت اغېز لرلی شي.
د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه سرمشریزه په داسي حال کې دایرېږي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات رالنډ دي او د کال په پای کې نړیوال ځواکونه وځي.
د پاکستان دفاع وزیر رانا تنویر حسین چی د دوه اړخیزو د فاعي همکاریو د پراختیا لپاره د ترکیې له پوځي چارواکو سره د خبرو لپاره تیره اونۍ انقرې ته تللی و، ویلي، هېواد یې د ترکیې په څیر له دوستو هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه مخ ته لاړه او په افغانستان کې امن ټینګ شي.
د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغاسنتان د وضعیت په اړه خبرې وکړې او هیله یې وښوده چې د انقرې درې اړخیزه سرمشریزه به په افغانستان کې په سوله ییز ډول د قدرت له انتقال سره مرسته وکړي.
ترکیه چې د ناتو مهمه غړې ده، د ۲۰۱۱م کال په اکتوبر میاشت کې یې له افغانستان سره د امنیتي همکاریو په ګډون د اوږد مهاله همکاریو یو تړون لاسلیک کړی دی.
ترکیه له افغانستان او پاکستان دواړو سره ښې او نژدې اړیکې لري. او ویل کېږي چې له همدې کبله هڅه کوي چې افغانستان او پاکستان سره نژدې کړي او په افغانستان کې سولې ته لار پرانستل شي.
دا له ۲۰۰۷ کال را په دې خوا د ترکیې په نوښت په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره اتمه غونډه ده.