د سترګو ليدلي، يادښتونه ( له بلۍ د ارګ تر ماڼۍ) د وتلي ليکوال ښاغلي شهسوار سنګروال نيازي د هغه کتاب نوم دی چې په غوره بڼه  په ۳۷۰ مخونو کې څو ورځې دمخه د ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ او خپور شوی دی.

دا کتاب تر ډېره پورې تاريخي ارزښت لري او د سردار محمد داود خان د واکمنۍ او د هغه د نږدې دوست ارواښاد بازمحمد خان منګل په زړه پورې کيسې، خاطرې او يادښتونه په کې را اخيستل شوي دي.

د دې کتاب ليکوال په خپله سريزه کې داسې ليکي:

(باز محمد خان منګل د ماکړ خان منګل ځوی او د کامران منګل لمسی د پکتيا ولایت د میرزکی ولسوالی اوسیدونکی، چی د ژوند ډیره برخه یی د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالی د پیره خیلو په کلی کی تیره کړې ده  ، نوموړی د سلطنتی کورنی په تیره له سردار محمد داود خان سره نږدی پیژندګلوی درلوده، داود خان به له نوموړی سره د شخصی، کورنی او سیاسیی ژوند ځينی مسلی او حتا داسی خبری شریک کولی، چی له خپل ورور سردار محمد نعیم خان سره به یی نه شریکولی او نوموړی به ورته نیکی، غوره او کره مشوری ورکولی، داود خان نوموړی ته خان صاحب ویل او د وروری لاس یی هم ورکړی و.)

( له دی کبله ده، چی باز محمد خان منګل د ځینو پیښو له رازونو او پټو حقایقو خبر وو، دا ځکه، چی نوموړی له سردار محمد داود خان سره د مرګ تر ورځی پوری ډیر نږدی پاتی شوی وه، هغه وو، چی د ارواښاد ښاغلیو زامنو له موږ سره په دی برخه کی د پام وړ مرسته وکړه او د خپل پلار له خولی ځنی داسی کیسی وکړی، چی د تیری نیمی پیړی د ځڼیو سیاسی او تاریخی پیښو له پټو رازونو څخه پرده پورته کړه، په دی اړوند د لوی او بخښونکی خدای (ج) څخه ارواښاد باز محمد خان منګل او ورسره نورو دری زامنو ته چی دده سره یو ځای په شهادت ورسیدل د فردوس جنت غوښتنه کوم او د کورنی نورو غړو ته یی لوی اجر او ثواب غواړم.

که څه هم نوموړی کتاب د حجم او شکل له مخی ډیر کوچنی دی، خو د محتوا او منځپانګه یی له رازونو څخه ډک دی، چی په روانه او ساده پښتو ژبی سره لیکل شوی، که چیری د کتاب په متن کی نیمګړتیاوی او یا املایی او انشایی سهوی شوی وی بخښنه غواړم.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *