څوورځې سرپرسر یې ماپسې احوال رالېږه
چې مې عاجل په کار یې
يوه پوښتنه لرم
چې مخامخ شوو سره
ماویل څه دي وارخطا ولې یې ؟
د ټيکري پيڅکه یې په موټي کې مروړله وې یې :
که د قیامت په ورځ الله رانه پوښتنه وکړي
چې ستادخوښې سړی کوم یو دی چې دریې کړمه ؟
زه به له شرمه مړه شم
زه به نو تاته گوته څنگه نیسم ؟.
دا د ښاغلي شاعر ممتاز ارمان همدا دیو څو شپو مخکې شعر دی چې په مخکتاب یې خپور کړی و، له لوستو سره سم مې څه ګډ وډ خیالونه په سر کې تېر راتېر شول، خو له بده مرغه چې لیکلو ته مې یې وخت نه لاره، دادی اوس یې در سره په داسې حالت کې شریکوم چې له خپل لومړني حالت څخه لا نور هم ګډ ود شوي دي .
نه پوهېږم چې په ادبیاتو کې به له یوې لیکنې څخه یوې غېر متوقعه نتیجې ته رسېدو، یا ور سره مخامخېدو ته څه وايي، او په شعر کې به ددغه صنعت نوم څه وي، خو ځه چې هر څه وي زما له نظره ستر نوښت دی .
د ښاغلي ارمان د برني شعر په لوستو کم له کمه زه له همداسې یوې غېر متوقعه نتیجې سره مخامخ شوم، هغه داسې چې کله مې دشعر لومړۍ نیمايي ولوسته :
څوورځې سرپرسر یې ماپسې احوال رالېږه
چې مې عاجل په کار یې
يوه پوښتنه لرم
چې مخامخ شوو سره
ماویل څه دي وارخطا ولې یې ؟
دټيکري پيڅکه یې په موټي کې مروړله وې یې :
نو خدای شته نږدې و چې ترې تېر شم او وړاندې د مخکتاب نورو کیسو ته مخه کړم، چې په هغه صورت کې به زه له یوه بې جوړې خونده اوتاسو ددغې لیکنې د لوستو له سر درده بې برخې شوي وای .
ما چې کله شعر تر دې ځایه ولوست نو خیال مې دهندي کلاسیکو فلمونو په شان (غریب هلک په مالداره جینۍ مین، پلار یې مخالف، بیا دجینۍ له خوا په زوره او په تېښته له هلک سره د واده جوړ جاړی، د پلار له اړخه په لاره کې د ډاکوګانو حمله، بیا پولیس او دفلم د پایته رسېدو په شېبو کې دهلک او جینې لکۍ ګانې سره غوټه او د واده سرموني) په دودیزو او زړو لارو لاړ، ماوې ګوندې ښاغلي ارمان ته به هم اوس دخیالونو ښا پېرۍ لکه دتل او هر بل شاعر ، ټپه مار او سندر مار ته چې لګیا وایی به چې :
ــ کلی کور راباندې خبر شوی، نور مه را ښکاره کېږه .
ــ ادې، ابا مې غواړي ما بل چاته ورکړي .
ــ زه اوس ستا نه شوم، بیا به دقیامت په ورځ سره ګورو .
او . . . او . . . . او
خو، نه
د ښاغلي ارمان دشعر ووړ داستان ګی پدې ځای کې یو عجیب څرخ خوري، لکه سړی چې په خوب کې له پاڼه راپریوځي، وډارشي، خو ژوبل نه .
همدا
بلې ! فقط او فقط همدا
په خوب کې له پاڼه را پرېوتل، ډارېدل او نه ژوبلېدل یو بېل خوند دی،یوه ننداره ده، یو هیجان دی، دغه صحنه سبا او بېګا موږ پخپلو ماشومانو وینو، ماشوم ولوېږي، خو ژوبل شوی نه وي چې را پا یې څوې او جامې یې له دوړو خاورو ور څنډ وهې، اولږ یې دلاسه کړې چې شکر ژوبل نه يې، نو د ژړا په منځ منځ کې په کټ کټ خندا سر شي .
داسې به وګڼو چې په بس، ټرېن یا بله کومه نقلیه وسیله کې روزانه ښونځي/پوهنځي، کار یا بل کوم ځای ته ځو، د وسیلې له ښۍ یا کینې هندارې څخه چې موږ یې هره ورځ اړخ ته کینو د تورو غرونو یوه لړه ښکاري، چې زموږ دلارې له پیله بیا تر پایه دوام مومي، مګر یوه ورځ ناڅاپه په همدې ټوله لاره دغرونو د تورو لړو په ځای تکه شنه کرونده را ټوکېږي، زموږ ددغه حیرت اندازه به څومره وي ؟
وګورئ د خیالونو ښاپېرۍ د دا دومره غوښتو راغوښتو، لیکونو، ایمېلونو ، اس ام اسونو sms په نتیجه کې شاعر ته څه پیغام لري :
که د قیامت په ورځ الله رانه پوښتنه وکړي
چې ستا د خوښې سړی کوم یو دی چې دریې کړمه ؟
زه به له شرمه مړه شم
زه به نو تاته گوته څنگه نیسم ؟.
سر سرې لوستونکی به د شعر ددې برخې په لوستو له ځانه سره یوه مانا داره موسکا وکړي او په زړه کې به یې داخبره تېره شي چې نوش جان ارمان صیب، ستا خو کار وشو، لکه دلته په اروپا کې چې چاته د پینځو اېرو لاټري راوځي، چې نه یې ټکټ څیرلی او غورځولی شي، او نه دوکان ته په پیسو پسې په ورتګ ارزي .
مګر زما په شان خواخوږی لوستوال په همدې ځای ولاړ پاتې شي، داځکه چې شاعر ته دخیالونو دښاپېرۍ له خولې په هاغې دنیا کې د یارۍ له زېري سره سره پدې دنیا کې د در بدرۍ احساس هم ورته شوی وي .
بس همدومره
د ښاغلي ارمان د نورو دغه شان نوښتونو په اسره
بېکسیار