تاند- ترکي رسنۍ وايي چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته په کابل کې غونډه وکړي چې د درو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

د ترکیې د ننني زمان (Today’s Zaman) ورځپاڼې د راپور له مخې دا پرېکړه د افغانستان، پاکستان او ترکیې د مشرانو په اتمه سرمشریزه کې وشوه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل او د پاکستان صدراعظم نوازشریف د پنجشنبې په ورځ په انقره کې د درو هیوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکاریو د زیاتېدا پر لارو چارو خبرې وکړې.

په ترکیه کې د افغانستان سفیر امان الله جیحون ننني زمان ورځپاڼې ته وویل، د سږنۍ سرمشریزې مهمه موضوع له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې د امنیت مسله او په افغانستان او سیمه کې د سولې او پخلاینې د عملي کېدو لارې چارې وې.

جیحون همداراز وویل، مخکې تر دې چې د حمل په شپاړسمه نېټه په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره شي، د درو هیوادونو امنیتي چارواکي په کابل کې غونډه کوي چې پر تروریستي مسایلو خبرې وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې باوري سرچینې وايي، له پاکستان څخه د افغانستان جنوبي ولایتونو ته د وسله والو طالبانو راتګ پیل شوی دی.

شاهدان وايي چې ډلې- ډلې طالبان په موټرسایکلونو د افغانستان خاورې ته رااوړي څو د حمل تر انتخاباتو مخکې د خلکو له لوري د کارت اخیستلو او په انتخاباتو کې د ګډون امکان له منځه یوسي.

په انقره کې د پاکستان سفیر محمد هارون شوکت وویل، د درو هیوادونو مشرانو موافقه وکړه چې باید داسي ګامونه پورته شي چې د درو هیوادونو د وزیرانو ترمنځ د یو لړ مسایلو په برخه کې همکارۍ ډېرې شي.

شوکت دا هم وویل چې پاکستان او افغانستان سلا وکړه چې د تروریزم په برخه کې به په خپل منځ کې لا زیاته همکاري کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *