اور او خوندیتوب
اور په تیزۍ پرا ختیا مومي او درانه ځاني او مالي زیانونه رامنځته کولای شي.
د خوندیتوب په لومړیتوبونو کې د اور لګېدا پر وړاندې چټک غبرګون، سیمې ته څېرمه د خلکو خبرول، د اطفایو او امبولانسونو رابلل دي. که چېرې دغه چاره ستونزمنه او ګواښونکي وي یا د ځنډېدو لامل ګرځي با ید ترې ډډه وشي.
کوم کسان چې د اورلګېدا په سیمه کې ګیر پاته کیږي د څخت ویرې احساس مومي، او غوغا جوړوي، د لومړني مرستې په توګه د هغوی د چوپتیا هڅه اړینه ده، ورته کسان باید وهڅول شي تر څو د اور له سیمې ووځي، ځکه په نورو کې ویره خوره وي اوله وتلو ورسته هم نه پرېښودل کیږي چې د خپلو توکو د را ايستلو په موخه وګرځي.
د اور په سیمه کې دبریښنا نیولو، چاودنو او مسمومیت ګواښونه را دبره کیږي. سیمې ته ننوتل او پر سیمې یرغل ترهغې ځنډیږي ترڅو اطفائیه لاره پرانیزي او امبولانس ورسیږي.
سون توکي وچ (جامد)، اوبلن (مایع)، غاز، بریښناي او چاودیدونکي دي.
د اور لګېدا د مخنوي لارې چارې
اور هله لګیږي چې هوا، تودوخه او سون توکي سره یوځای شي او هغې پورې به بلیږي ترڅو د هوا، تودوخې او سون توکي تر منځ اړیکي پرې نه شي.
دهوا ډپ کېدل
اکسیجن د اور لګېدا د سر سر له لاملونو ګڼل کیږي، هوا د غازونو، ځګونو او د اور ضد پردو(شړۍ) په کارولو ډپ کیږي.
۱.غازونه
یوشمېر غازونه دي چې داور وژنې په ځانګرو ډبو (سلینډر) کې ځای پر ځای شوي دي، وزن ېي د اوبو په پرتله څو برابره زیات دي، تر شیندلو وروسته هوا ډپ او اور مړه کوي.
۲. ځګونه
ځګ د اور او هوا تر منځ واټن ته لاره هواروي یا په بله ژبه اور پوښوي، او دهوا مخه ډپ کوي.
۱. کیماوي او صنعتي ځګونه
کیماوي ځګ له اوبلن کلسیم سلفاید او کاربونیټ سودیم څخه جوړ شوی دی. او صنعتي ځګ په خپل جوړښت کې فوم او اوبه لري.
د تودوخې کمول
تودوخه سمدلاسه لمنځه تللی نشي، هڅه کیږي چې دتودوخې کچه پریوځي، په دې چاره کې له اوبه ګټه اخیستل کیږي، د اوبه پرمټ د تودوخې کچه ټیتیږي او په دې توګه اور مړ کیږي.
د مبارزې وسایل
د اور سره دمبارزې وسایل د اور لګېدا په مخنوي کې ډېر اغیزمن رول لري او اور په بنسټ کې زندۍ کوي
ایره نه لرونکي اور: بې ایرې اور پر وړاندې داور وژنې هغه توکي کارول کیږي چې د هوا د ډپ کېدو سبب ګرځي.
هغه سون توکي چې ایره نه لري تیل، پترول، بنزین، الکول او رنګونه دي.
ایره لرونکي اور: ایره لرونکي اور پر اوبه مړه کیږي، اوبه د تودوخې کچه ټیټوي، اوله اور سره دمبارزې اسانه لاره او چاره ده.
بریښنا یز توکو کې اور: هغه توکي باید ونه کارول شي چې دبریښنایز جریان لا مل ګرځي.
ځګ او اوبه د بریښنایز جریان دلیږد وړتیا لري. تر هغې نه استعمالیږي چې بریښنایز جریان پرې شوي نه وي.
دبریښنا دجریان پرمهال کاربن دای کساید یا داور وژنې وچ پوډرونه چې داور وژنې په ځانګړو ډبو کې ځای پرځای شوي دي دپاملرنې وړ دي.
د اور وژنې ډبې (سلېنډرونه)
په دغو ډبو کې اوبه، غاز،کاربن ډاي اکساید،کیماوي ځګ، پوډر او یوشمیر نور داور وژني مواد دي.
اوس د افغانستان په ښارونو کې د اور وژنې ټولې مخبېلګې په مختلفو وزنونو موندل کیږي.
وزن ېي له یو کیلو نه نیولې تر څوارلسو کلیو ګرامو پورې رسیږي. یو کس کولی شي چې په اسانی له یوځای بل ځای ته ولیږدوي.
لوې ډبې ېي ثابت یا ګرځنده دي.
د اور وژنې ډبې یا سلېنډرونو پيژندنه
د اور وژنې ډبې څلور مخبېلګې (ماډلونه) لري چې د اې، اې بي، بي سي، او اې بي سي په نومونو نومول شوي دي.
یواځې جامد توکو(لرګي، پلاسټیک ، کاغذ) لپاره د اور وژنې د اي مخپېلګه ډبه ، جامد او اوبلن سون توکو لپاره داور وژنې اې بي مخبېلګه ډبه بريښناي توکو لپاره بي سي مخبیلګه ډبه چې اور وژونکي مواد ېي د غاز او پوډر په بڼه وي او اې بي سي ډبه ټولو لپاره کارول کیږي.
ځای ټاکل
د ډبو لپاره هغه ځای غوره دی چې لاس رسی ورته اسانه وي، یعنې د وتلو او ننوتلو لارې ته څیرمه وي، تل سیوري او له ځمکې نه باید پورته کېښودل شي چې دلمر له مستقیمو وړانګو واورو او بارانه خوندي وي
سپک ډبې له ځمکې نه یو نیم میتر او درانده ېي یو میتر پورته په کټارو کې خوندي کیږي.
د اور وژنې FE-227 لیکې
FE-227 یو ډول ټینګ بې رنګه اوبلن غاز ده، او دمایع په بڼه زیرمه کیږي او د اور لګېدا پر مهال دبخار په بڼه پر اور خپریږي.
او ټول اور اخیستونکي وچ (جامد)، اوبلن (مایع)، غاز، او بریښناي توکو پر وړاندې کارول کیږي.
FE-227 د ډیر روڼتیا له کبله فضا کې په سترګو نه لیدل کیږي.
FE-227 غاز تر ډیره په چاپیریال کې نه پاته کیږي او دهوا ځای نه نیسي په بله ژبه داکسیجن پر کمولو اغیزې نه لري، نو له همدې امله دچاپیریال ساتنې له پلوه ځانګړې ارزښت لري.
د اورګونایت لیکې
د پنځوس سلنې نایتروجن او په ورته کچه د اورګون ګډ غاز دی. خپله دغه غاز اور نه اخلي او د اور تر مړه کېدا وروسته کومه زهري ماده هم مخې ته نه راوړي. چې د مسمومیت سبب وګرځي، خو دڅو شیبو لپاره انسان ساه لنډي سره مخ کولای شي، ځکه د اکسیجن کچه ښکته ځي.
په اسانی اکسیجن له یوویشت سلنې نه تر دولس نیمې سلنې کموي او په دې توګه اور مړه کوي.
په ځانګړو ژیړو یا برنجو ډبو کې زیرمه کیږي او هغه ځایونو ته ترې نلونه غزول کیږي چې داور له ګواښه خوندي کول غواړو.
د ټولو اور اخیستونکي موادو پروړاندې خپلې اغیزې لري.
د اور لګېدا دخبراوي لړۍ او وسایل
د اور لګېدا د خبراوي موخه د مالي او ځاني زیانونو مخنیوی دی چې مختلف ډولونه لري. معمولي اوادرس ورکونکي ېي په سرسر کې راځي.
په وسایلوکې دخطر زنګونه، پړکېدونکي څراغونه او دړې (تختې) دي.
د خطر زنګونه ېي لوګي څرګندونکي، تودوخي څرګندونکي او اور څرګندونکي دي.