خبرپاڼه

نېټه : ١٣٩٢-١١-٢٧

کندهار افغانستان- نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کي د کندهار د کادري روغتون لپاره د ليلې د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.

هغه مراسم چي د يادي ليلې د بنسټ ايښودلو په موخه برابر سوي ول په فرهنګي چارو کي د افغانستان د ولسمشر سلاکار څېړندوی زلمي هيوادمل، د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مرستيال پوهنوال محمد عثمان بابړ، د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال، د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجنير عبدالتواب بالاکرزي او د کندهار د ټولګټو رئيس انجنير عبدالمحمد احسان  پکي ګډون درلود.

ياده ليليه په ٢١٨٠ متره مځکه کې د دريو پوړو په درلودلو د٤٠ ميليونو افغانيو په لګښت د لوړو زدکړو وزارت په مالي لګښت جوړيږي.

نوموړې درې پوړيزه ودانۍ د ٤٢ اطاقونو په درلودلو د ٣٠٠ تنه محصلينو د اوسېدلو ظرفيت لري چي دوه لومړني پوړونه يې د محصلينو د ليلې او لاندينی پوړ يې د ډوډۍ پخولو او زېرمتون لپاره ځانګړی سوی دی.

د نوموړي ودانۍ لپاره د اوبو يوه لويه برمه هم په پام کې نيول سوې ده چي د دواړو ودانيو لپاره د پوره اوبو برابرولو په برخه کي به مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *